د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

محقق: افغانستان په یمن کې د روان بحران په اړه بې طرفي غوره ګڼي


د افغانستان د حکومت د اجرايې ریس دوهم مرستیال محمد محقق وايي، افغانستان په یمن کې د روان بحران په اړه د بې طرفي غوره ګڼي او د لانجې د سوله ییز حل پلوي کوي.

خو ښاغلي محقق پرون [پنجشنبه] له ازادۍ راډیوسره په ځانګړي مرکه کې څرګنده کړه چې د سعودي عربستان خاورې ته د ګواښ په وړاندې دریدل، د هرمسلمان مسولیت دی:

″په نړۍ کې د ټولو جګړو په اړه افغانستان د بې طرفۍ دریځ لري او د نړۍ په هیڅ کونج کې د جګړې پلوي نه کوي.″

د افغانستان حکومت روانه اونۍ وویل چې د سعودي عربستان خاورې ته د هرډول امنیتي ګواښ د پيښیدو په صورت کې به افغانان د سعودي عربستان له خلکو سره ولاړ وي.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي وو چې د افغانستان حکومت په یمن کې د شیعه حوثي ملیشوله خوا د له واکه لیرې شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي ملاتړ کوي.

داسې ګڼل کیږي چې ایران په یمن کې د شیعه حوثي ملیشو پلوي کوي.

ښاغلی محقق وايي، افغان حکومت په نړېوالو مسایلوکې د خپلو ګټو او متقابل درناوي پراساس او خپلواک عمل کوي.

XS
SM
MD
LG