د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

په کابل کې میشت لسګونو خوستیانو د ″نعیمي″ د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه


په کابل کې میشت لسګونو خوستیانو د هغه ولایت د سرپرست عبدالجبار نعیمي د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.

دوی د پنجشنبې په ورځ د کابل ښارعیدګاه جومات مخې ته راټول شوي وو او د خوست سرپرست والي یي په اداري فساد او نه پاملرنې تورن کړ.

خو د خوست د والي ویاند ازادۍ راډیوته وویل، دوی دا تورونه بې ځایه ګڼي او چمتو دي چې د خپلو کړونو په اړه ولس ته ځواب ووایي.

د خوست د سرپرست والي په ضد د مظاهرو لړۍ ترمرکز کابله را ورسیده او د پنجشنبې په ورځ په کابل کې لسګونو خوستیانو د عبدالجبار نعیمي په ضد شعارونه ورکړل.

مظاهره کوونکو چې د عیدګاه جومات مخې ته راټول شوي وه او بیا ترپښتونستان واټه پورې ولاړل ویل یې د خوست سرپرست والي په اداري فساد کې ښکیل دی او نشي کولای د هغه ولایت ښه استازیتوب وکړي.

د عبدالروف په نوم د مظاهرې یوه ګډونوال ازادۍ راډيوته وویل، په کابل کې میشت خوستیان په خوست کې د راونو اعتراضونو ملاتړکوي او له حکومته غواړي چې د خلکو غږ واوري:

″موږپه خوست کې د لاریونونو ملاتړ کوو او په دې باور یو چې د خوست سرپرست والي ډیرملي عواید ورک کړل غوښتنه مو دا ده چې اشرف غني هغه راوغواړي او ورڅخه پوښتنه وکړي چې څه یې کړي دي.″

د طلاګل صبري او بهرام خان په نوم دوه نورومظاهره کوونکو ازادۍ راډيوته وویل، د خوست ولایت د سرپرست عبدالجبارنعیمې له نه پاملرنې ستړي شوي او ملت غواړي چې ورسره حساب وکړي:

″د عبدالجبار نعیمي څخه خلک تر پوزې راغلي دي چې راغلی هیڅ کار یې نه دی کړی زموږ هوایې میدان او سړکونه فلج دي.

۲:په عادي خبرو او پیژندګلوۍ یي خلکوته ځمکې ورکړي دي ملي ځایونه یې ویشلي او ډيرخیانت یې کړی باید ورڅخه پوښتنه وشي او لېرې شي.″

له یوې اوونۍ راهیسې په ولسي جرګه کې د خوست څو تنو استازو او عامو خلکو په خوست کې هم مظاهرې پیل کړي او د ډیرو دولتي ادارو په دراوزو کې یې خیمې درولي دي.

له هغې وروسته چې د خوست ولایت د سرپرست په خلاف اعتراضونه ډيرشول افغان حکومت د تحقیقاتو لپاره هغه ولایت ته یو دیارلس کسیزه پلاوی ولیږه.

ویل کیږي چې دې پلاوي په هغه ولایت کې خپلې څيړنې بشپړې کړي او ژر ده چې خپلې موندنې له جمهورریس محمد اشرف غني سره شریکې کړي.

له دې سره د خوست د سرپرست والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وویل، ولایتي اداره چمتو ده چې ولس ته هرډول حساب ورکړي:

″د ولایتي ادارې دریځ دا دی چې هره اداره به د تیرپه څیر حساب ورکولو ته تیار وي او که هرڅوک حساب غواړي ولایتي ادارې یې په وړاندې دروازې خلاصې کړي په همدې ډول که هرپه کومه برخه کې اسناد او شوهد لري موږته دې یې وړاندې کړي ولایتي اداره به ځان مکلف ګڼي چې د هغو اسنادو په بنسټ خپل اقدامات وکړي.″

په ولایتونو کې د چارواکو د فعالیتونو په اړه اعتراضات بې سابقې نه دي بلکې له دې وړاندې هم د ډیرو ولایتونو د اوسیدونکو له خوا سیمه ییزچارواکي په بې کیفایتی او اداري فساد تورن شوي دي.

اوس چې جمهورریس غني د فساد په وړاندې مبارزه له خپلو لومړیتوبونو ګڼي د هېواد اوسیدونکي هیله کوي چې حکومت باید په فساد کې د ښکیلو چارواکو له ګوښه کیدو دا مبارزه پیل کړي.

دوی وایې، که ناکاره او په فساد روږدي کسان په خپلو چوکیو او دندو پاتې شي خلک په نوي حکومت هم باورله لاسه ورکوي او دا کار کولای شي هیواد د بحران په لوري بوځي.

XS
SM
MD
LG