د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

د عراق حکومت په تکریت کې د اسلامي دولت ډلې ته ماتې ورکړې


د عراق حکومت ادعا کوي چې د تکریت ښار یې د اسلامي دولت ډلې له وسله والو ونیو.

عراقي ځواکونو د سرتیرو، پولیس افسرانو او د شیعه او سني قومي ملیشو په ملتیا له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د دغه ښارد نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړې وه.

دولتي ټلویزیون ښیې چې عراقي چارواکې په دغه ښارکې د عراق بیرغ پورته کوي.

تراوږدې جګړې وروسته د تکریت ښارد اسلامي دولت ډلې له وسله والوڅخه د عراقي ځواکونولاس ته ورغی.

دولتي ټلویزیونو پرون د عراق صدراعظم حیدرالعبادي وښود چې د سیمه يیزو پوځي او سیاسي مشرانو په ملتیا په دې ښارکې ګرځي او د عراق بیرغ پورته کوي.

تردې وړاندې د عراق دفاع وزیرخالد العبیدي په یوه ټلویزیوني وینا کې دا برۍ اعلان کړی وو او ویلي یې وو چې امنیتي ځواکونو خپل ماموریت ترسره کړ:

″زموږ ځواکونو د الحشد الشعبي ځواکونو او د قومي خلکو په قوي ملاتړخپله ژمنه پرځای کړه او په یوه نادر او قهرمانانه عمل سره یي دا کامیابي ترلاسه کړه خپله اتلولي او فداکاري یې وښودله.

په تکریت کې کامیابي د بېلابېلو برخو او فرقو د افرادو په وینو ترلاسه شوه.″

د اسلامي دولت ډلې د ۲۰۱۴ کال په جون کې د عراق د ډیرو سني میشتو سیمو د لاندې کولو په ترڅ کې د تکریت ښارهم ونیو. دغه ښارد بغداد په ۱۴۰ کېلومترۍ کې موقعیت لري.

څیړونکې وایي، د تکریت ښار نیول ښیې چې کېدای شي بلاخره د اسلامي دولت ډله د عراق د دوهم لوی ښار موصل او هم له نینوا ولایت څخه وایستل شي.

د کورنیو چارو وزیرمحمد الغبن خبریالانو ته ویلي چې فدرال پولیس د تکریت ښارد نیولو لپاره کورپه کور او کوڅه په کوڅه جنګیدلي دي.

عراقي ځواکونو د مارچ له دوهمې نیټې څخه دغه عملیات پیل کړي وه.

تیره اونۍ د امریکا متحده ایالاتو د عراقي حکومت په غوښتنه په دې ښارکې د اسلامي دولت ډلې پرمرکزونو هوایې بریدونه وکړل.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ایرنست ویلي، دا برۍ څرګندوي چې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د متحده ایالاتو تګ لاره موثره ده.

هغه وایي، د تکریت عملیاتو څو اونۍ دوام وکړ، خو د ایتلاف هوایې بمباري او د سیمه يیزو ځواکونو پرمختګ ظاهرله دې ښاره د اسلامي دولت ډلې د وتلو سبب شوه.

په فبرورۍ کې د دغه ښارانځورونه د ملګروملتونو له خوا خپاره شوي او په کې ښودل شوي چې په تیروجګړوکې د دې ښارلږ تر لږه ۵۳۶ ودانۍ زیانمني شوي دي.

د عراق د پارلمان ویاند سلیم الجبوري پرحکومت ټینګارکوي چې پر داسې لارو کار وکړي چې وکولای شي د تکریت په ویجاړو ودانیو کې ځای پرځای شوي خلکو ته د اوسیدو ځایونه ورکړي.

هغه وایي، د دغو کسانو ځای پرځای کول د مرکزي حکومت مالي ملاتړته ضرورت لري.

XS
SM
MD
LG