د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

"د پاکستان حکومت دې د یمن په اړه ټول ګوندیز کنفرانس راوبلي"


د پاکستان د يو شمېراپوزيسيون ګوندونو مشرانو د دې هېواد له مرکزي حکومته غوښتي چې په يمن کې د حوثي ياغيانو پرضد په عرب اېتلاف کې د برخه اخيستو د پريکړې لپاره دې د پاکستان د سياسي ګوندونو يو ټول ګونديزکنفرانس راوبلي، څو په دې اړه يو ګډ قامي پلان جوړ کړي.

دا غوښتنه د پاکستان د پيپلز، عوامي نېشنل، جمعيت علماء اسلام او ايم کيو ايم ګوندوندو استازيو د چهارشنبې په ورځ په کراچۍ کې تريوې غونډې وروسته وکړه.

د پاکستان د اپوزيسون ګوندونو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د دې هېواد يوجګپوړى سياسي او پوځي پلاوى سعودي عربستان تللى، هلته يې د دغه هېواد له سياسي او پوځي مشرانو سره کتلي او په يمن کې د ياغيانو پرضد په روانو پوځي عملياتو او نورو مسايلو يې ورسره خبرې کړي.

د دغو ګوندونو استازيو بيا پرصدراعظم نوازشريف غږ وکړ چې د سعودي ته د پاکستانيو پوځيانو لېږلو پرېکړه يواځې يو تن پورې محدوده نه ده، نو له همدې امله دې يو ټول ګونديز کنفرانس راوغواړي، څو سياسي ګوندونو او ولس ته ډاډ ورکړل شي.

د پاکستان د اپوزيسيون ګوند مرستيال مشراو د دې هېواد پخواني ولسمشراصف علي زرداري په کراچۍ کې تر غونډې وروسته خبري غونډې ته په وينا کې وويل:

"دا مهال د ټولې سيمې ثبات له ګواښ سره مخ دى او په دې وخت کې بايد پاکستان په روان وضعيت کې مهم رول ولوبوي، نو له همدې امله موږ غواړو چې مرکزي حکومت ټول سياسي ګوندونه پر يوه مېز راغونډ کړي، خبرې ورسره وکړي او يوه قامي پاليسي جوړه کړي."

په عين حال کې د سياسي او سيمه ييزو چارو څارونکي او د عوامي نيشنل ګوند جګپوړى غړي افراسياب خټک هم په دې باوردى چې پاکستان لا وار دمخه د ګاونډيو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاسوهنې له امله له ستونزوسره مخ دى، نو اوس چې کومه پريکړه کوي بايد تر ژور غور و فکر وروسته يې وکړي.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبروکې وويل:

"دا خو ډېرې پيچيده او مشکلې مسئلې دي، خصوصاً په ، شرق ميانه کې چې کوم کشمش کې دى، نو په دې کې د برخې اخيستو او يا نه اخيستو فيصله داسې ده، چې دا د پاکستان لپاره ډېر لوى اغېزه او اثرات لري.

نو پکار دا ده چې دا مسئله وسنجولى شي، وشاربلې شي او غور پرې وشي چې په دې کې د ګټې او تاوان خبرې کومې دي؟

دا داسې فيصله ده چې د يوې پارټۍ د وس کار نه دى، ددې لپاره بايد اجتماعي عقل، اجتماعي حکمت او اجتماعي دانش په کار واچولى شي او هغه په دې طريقه کېدى شي، چې يو ټول ګونديز کنفرانس راوبلل شي، څو غلطي ونشي، ځکه چې پاکستان په ماضي کې غلطۍ کړې وې، د ګاونډيو هېوادونو په چارو کې يې مداخلې کړې وې، چې د هغې نتيجې تر اوسه پورې پاکستان هم ګالي او سيمه يې هم ګالي."

دغوګوندونو د ټول ګونديزکنفرانس غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د پاکستاني رسنيود راپورونوله مخې، د سعودي عربستان چارواکيو له پاکستاني پلاوي څخه په عرب اېتلاف کې د برخه اخيستو او په يمن کې د ياغيانو پرضد په عملياتو کې د پوځي مرستې غوښتنه کړې ده.

د سعودي چارواکيو دا غوښتنه داسې مهال کړې چې پاکستان لا وار دمخه ويلي چې که چيرې د سعودي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ پېښ شي، نو اسلام اباد به یې مرستې ته ور ودانګي او د خپلې خاورې په څېردفاع به يې وکړي.

له بلې خوا د پاکستاني رسنيود راپورنوله مخې، نوازشريف به له سعودي عربستانه د پلاوي ترراستنېدو وروسته دې هېواد ته د پوځ استولو مساله وڅېړي او ښايي ځينې مهمې پريکړې وکړي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG