د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

"شمالي وزیرستان ته د ستنېدونکو کورنیو سره به د حقاني ډله هم لاړه شي"


د شمالې وزیرستان قبایلي سیمې څخه شاوخوا یو میلیون بې ځایه شوي کسان چې په سیمه کی د پاکستان د پوځې عملیاتو له امله کورونو پریښودو ته اړ شوي وو، د سې شنبې په ورځ یي بیرته خپلو کورونو ته په راستنیدو پیل وکړ.

دا بیره هم پیدا شوې چې له راستنیدونکو خلکو سره به افغان جنګیالې یا وسله وال هم سيمې ته ستانه شي.

ویل کیږې چې شمالې وزیرستان ته له راستنیدونکو کورنیو سره به د حقاني ډلې په زرګونه وسله وال هم سیمې ته لاړ او ځای پرځای شي.

د شمالې وزیرستان اوسیدونکې په تیرجون میاشت کې هغه مهال خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي وو چې د پاکستان پوځ په سیمه کې د وسله والو پرضد عملیات پیل کړل.

جلال الدین حقاني چې یو سخت دریځی بنسټ پال دی، له څلورو لسیزو راهیسي د پاکستان د استخباراتې ادارې یا (آي ایس آي) اصلې او مهم متحد او ملګری دی.

حقاني په ۱۹۹۰ لسیزه کې له طالبانو سره یوځای شوی و او دا مهال یي ځوی، سراج الدین حقاني د شبکې مشرې کوي.

سراج الدین په شمالي وزیرستان کی د خلیفه په نامه مشهور دی او یو ځل یي ادعا کړی وه چې پنځلس زره وسله وال لري.

دا چې حقاني شبکه له اسلام اباد سره ډیرنږدې اړیکې لري، د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د کمیټې پخواني مشر امیرالبحر مایکل مولین ویلې و چې حقاني شبکه د اي ایس آي یو قوي پوځې مټ دی.

یو شمېرافغان چارواکې، وسله وال او ژورنالستان چې د نومونو له ښودلو یي ډډه کړې وایي، د حقاني شبکې ځیني قوماندانان وایي چې د پاکستان استخباراتې کسانو ورته ویلې چې دوي کولای شي په ازاد ډول په فاټا یا قبایلي سیمو کې تګ راتګ وکړي.

یو افغان چارواکی چې له حقاني شبکې سره اړیکې لري وایي، د حقاني وسله والو ته ویل شوې چې له القاعده او تحریک طالبان پاکستان سره به په هیڅ ډول تماس نه ساتي.

د خیبرپښتونخوا ایالت منابع وایي، د حقاني شبکې زیات شمېرکسان په موقت ډول په ټل کې ځای په ځای شوي دي.

ټل د یوه خوړ په واسطه له شمالې وزیرستان څخه جلاشوی دی.

افغان ژورنالیست سمیع یوسفزۍ چې په نړېوالو رسنیو کې د طالبانو په اړه مضمونونه او مقالې خپروي، وایي، که چیرې د حقاني ډله یوځل بیا په شمالي وزیرستان کې امن ځایونه ټینګ کړې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دې وروستیو کې ښه شوې اړیکې به سخت زیانمن کړي:

«په دې وروستیو کې افغان استخبارات او یو شمېر لویدیځ استخبارت فکرکوي چې د حقاني ډله ممکن بیرته پریښودله شي چې خپل پخواني مرکز یعني میرانشاه ته لاړه شي.

دا به د جمهور رئیس اشرف غني هغه هیلې سختې زیانمنې کړې چې وایي، پاکستان به له طالبانو سره د سولې په کار کې مرسته وکړي.

که دا خبرې ریښتیا وې، نو فکرنه کوم چې د پاکستان په پالیسۍ کې دی کوم بدلون راغلی وې».

شمالي وزیرستان ته د حقاني شبکې بیا ورتګ به د دې څرګندوی وې چې دا افراطي ډله به په سیمه کې خپل قوي حضور ته دوام ورکړي.

دا سیمه د القاعده، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ او د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د وسله والو لپاره هم امن ځای و.

XS
SM
MD
LG