د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

سروردانش وايي،هیله مند دی چې راتلونکي انتخابات به شفاف وي


په داسې حال کې چې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د جوړښت پرسرد اختلافاتو خبره کیږي د ولسمشر مرستیال هیله مند دی چې راتلونکي انتخابات شفاف او عادلانه وي.

سروردانش وایي چې د ولسمشرغني له فرمان سره سم به د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون خپل کارپه جدي ډول ترسره کړي.

په داسې حال کې چې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د ترکیب پرسرناندرې روانې دي د ولسمشردویم مرستیال سرور دانش وايي چې دغه کمیسیون به خپل کارته دوام ورکړي.

سروردانش چې د چهارشنبې په ورځ یي په ولسي جرګه کې د ۱۶ کاندید وزیرانو د معرفي کولو پرمهال خبرې کولې انتخاباتي اصلاحات یې د حکومت له مهمو دندو څخه وګڼل:

(انتخاباتي اصلاحات هم زموږ مهمه دنده ده او ملي او قانوني مسوولیت دی چې باید په دقت او هر اړخیزه توګه عملي شي او له نیکه مرغه اوس اړوند کمیسیون د ولسمشرله فرمان سره سم جوړشوی او هیله مند یو د هغو اقداماتو سره چې ترسره کیږي په راتلونکي کال کې شفاف او عادلانه پارلماني داسې انتخابات چې له هر ډول سرغړونې پاک وي ولرو.)

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرد امریکا له سفره د مخه د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د جوړیدو فرمان ورکړ.

د دغه فرمان له مخې د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ د دغه کمیسیون د مشرې په توګه وټاکل شوه.

د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د یوناما د یوه استازي په ګډون ۱۵ غړي لري.

خو د ملي وحدت د حکومت اجرایي رییس او یو شمېر بنسټونو د دغه کمیسیون پرمشرتابه، مسلکيتوب او بی طرفۍ انتقادونه کړي دي.

د انتخاباتي چاروکارپوه عبدالمبین خیرخواه هم په دې باور دی چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون غړي باید په انتخاباتي چارو کې متخصص او بې طرفه و اوسي خو د ده په خبره د تمې خلاف دغه ټکي په پام کې نیول شوي نه دي :

(د مدني ټولنو څخه که بې طرفه او زړه سواندې څیرې، د ښځو له منځه، له رسنیو څخه بې طرفه او زړه سواند کسان چې شته او د پوهنتونونو د استادانو په منځ کې داسې کسان شته چې د انتخاباتو په چاروکې متخصصه دي او که له نړېوالې ټولنې څخه داسې څیرې وای چې بې طرفه وې نو دا به ښه وه.)

که څه هم تردې دمه حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون په جوړښت کې د بدلون په اړه څه نه دي ویلي خو کارپوهان هم دغه کارځکه ناممکنه ګڼي چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته لږ وخت پاتې دی.

د افغانستان د حکومت اجرایي ریاست له مخکې نه ویلي چې ممکن د انتخاباتو د سیستم د اصلاح په هدف د ولسي جرګې انتخابات وځنډيږي.

راپور: حمیده عثمان

XS
SM
MD
LG