د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

ذکي: خپلسري وسله وال په غلاوو، اختطافونو او وژنو کې لاس لري


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او افغان کارپوهان د هېواد په ځینو سیموکې د غیرمسوولو وسله والو فعالیتونو اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، دا غیرمسووله کسان چې د خلکو امنیت ګواښوي د نظام په داخل کې يي ځینې سیاسي کړۍ ملاتړکوي.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېرغړي وايي، غیرې مسوولې وسله والې ډلې د هېواد په ناامنۍ او ګډوډۍ کې لاس لري او د دوی له فعالیتونو نه خلک سخت په تنګ شوي دي.

د دې جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړې نظیفې ذکي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، د غیرمسوولو وسله والو ډلو موجودیت په ځینو سیمو کې د حکومت پراختیايي پروژې هم ټکني کړي دي.

میرمن ذکي وايي، په ډيرو شمالي ولایتونو کې یادو ډلو ناامنۍ رامنځ ته کړي او په غلاوو، اختطافونو او وژنو کې لاس لري.

د ولسي جرګې غړې نظیفه ذکي ادعا کوي چې د نظام په داخل کې ځیني کړۍ له غیرمسوولو وسله والو ډلو نه ملاتړ کوي:

″دا مهال دوی په بدخشان، فاریاب، سرپل او تخار ولایتونو او همدارنګه د کندزپه خان اباد ولسوالۍ کې واک چلوي، دغو غیرمسوولو وسله والو امنیت خراب کړی، په خپلو منځوکې جګړې کوي، هغه موټرچې د افغانستان شمال ته ځي په بغلان کې شکوي، له بدمرغه لوړ پوري دولتي چارواکي د دوی ملاتړي دي، امنیه قومندانۍ چې وغواړي پر وړاندې يي اقدام وکړي ګواښونه ورته کیږي او ان ځیني وخت چارواکي له همدې امله ګوښه کیږي هم.″

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ د دایکنډي ولایت یو شمېر اوسېدونکو د ملي شورا مخې ته په یوې اعتراضیه غونډه کې له حکومته وغوښتل چې د غیرمسوولو وسله والو مخه ونیسي.

اعتراض کوونکو ویل چې د دې ولایت ډيري اوسېدونکي د غیر مسوولو وسله والو د زور زیاتي له کبله د خپل کور اوکلي پریښودو ته اړ شوي دي.

له دې وړاندې د کندز والي محمدعمر صافي ویلي وو چې په دې ولایت کې د غیرمسوولو وسله والو موجودیت خلکو ته په جدی سرخوږي بدل شوي او که چیرې د هغوی د فعالیتونو مخنیوي ونه شي له خپلې دندې به استعفا وکړي.

بل خوا د امنیتي چارو کارپوه زلمی وردک وايي، د ملي وحدت حکومت باید له غیرمسوولو وسله والو ډلو څخه د وسلو په راټولو کې جدي اقدام وکړي:

″د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې باید اعلان وشي هغه څوک چې په کورنو کې وسلې لري باید له حکومت سره یې راجسټر کړي، څو له یو خوا رسمیت پیدا کړي او له بل پلوه معلومه شي چې څومره وسلې موجودې دي، وروسته ورته پروګرامونه جوړ کړي او هغه وسلو ته لاس رسی پیدا کړي چې له زوراکانو سره موجودې دي په دې ډول کولای شي مشکلاتو نه مخه ونیسي.″

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په لرو پرتو سیمو کې د غیر مسوولو وسله والو ډلو حضور تاييدوي او وايي چې یادې ډلې په ناامنۍ کې لاس لري.

د دې وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وايي چې افغان ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د هېواد امنیت ګډوډ کړي:

″له بدمرغه اوس هم موږ د افغانستان له لیرو سیمو څخه د وسلو د شتون خبرونه را رسیږي دا د پولیسو دنده چې وسلې راټولې کړي، په ځانګړې توګه له موږ سره داسې اسناد اومدارک نشته چې لوړ پوړي حکومتي چارواکې د غیرمسوولو وسله والوکسانو ملاتړ په کې روښانه شي، موږ د وسلو راټولو نوي پروګرامونه لرو.″

امنیتي څیړونکي وایي چې حکومت باید د غیرمسوولو وسله والو ډلو د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي له دې پرته د دوی په خبره د وسله والو مخالفانو ترڅنګ به دوی د حکومت لپاره جدي ستونزه وي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG