د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

سیګار: پنټاګون په افغانستان کې د بیارغونې د څو سوو میلونو ډالرو حساب نه لري


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د څاراداره په یوه تازه راپورکې وايي چې پنټاګون د بیارغونې د هغو څو سوو میلونو ډالرو حساب نه لري چې په افغانستان کې یې د لسګونو قراردادیانو له لارې لګولې دي.

دا هغه پیسې دي چې په افغانستان کې میشتو امریکايي پوځي قومندانانو په بېلابېلو سیموکې د بیارغونې پر سیمه ییزو پروژو لګولي.

دا پیسې چې سیګاریې په اړه اندېښنه لري د امریکا د پوځي قومندانانو د بیړني غبرګون د پروګرام په ترڅ کې له ۲۰۰۲ م کال څخه تر ۲۰۱۳ م کال پورې د جګړې په سیمه کې امریکايي پوځیانو پر وړو پروژو لګولي دي.

د افغانستان د بیارغوونې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د ځانګړې مفتش دفتر وايي، امریکايي چارواکي په دې ترڅ ګې د لګولو شویو ۷۹۵ میلونو ډالرو د یوازې اوه پنځوس په سلو کې برخې لپاره اسناد او حساب لري.

د امریکايي قومندانانو د بیړني غبرګون دا پروګرام لومړی په ۲۰۰۳ م کال کې په عراق کې پیل شوی و.

له مخې یې امریکايي قومندانانو ته په وړه کچه د بیارغونې د پروژو لکه د ښونځیو او پلونو ودانولو ته بودیجه ورکول کیده.

په دې برخه کې په سیمه کې میشتو امریکايي قومندانانو پریکړه کوله چې پرڅه ډول سیمه ییزو پروژو دا پیسې ولګوي.

د امریکا د بهرنیوچارود وزارت د ځینو هغو مامورینو په شمول چې د جګړې په سیمه کې وو یو شمېرکسانو په دې پروژو انتقاد کاوه چې د اوږد مهالې پراختیا او باثباته پلانونو پربنسټ نه دي او کله ناکله د سیمې له خلکو سره د اړیکو د پیچلتیا سبب کیږي، داسې چې یو سیمه ییز پیاوړی کس یا قبیله د بل په وړاندې ترې ګټه اخلي.

خو سره له هم د امریکا د سمندرې ځواکونو قومندانانو دا پروګرام له دې کبله ستایه چې له سیمه يیزو خلکو سره یې اړیکې ټینګوي او د هغوی لپاره پلونه، سړکونه او د برېښنا وړې پروژې جوړوي.

په مجموعي توګه د سیګار راپور وايي، واشنګټن له ۲۰۰۲ م کال څخه تر ۲۰۱۴ م کال پورې په افغانستان کې پر بیارغونه یو سلو څلور میلیارده ډالر لګولي چې د دې پیسو شپږ شپیته میلیارده ډالره د امریکا د دفاع د وزارت له لارې لګول شوي دي.

خو راپور زیاتوي پنټاګون دامهال د هغو قراردادونو په برخه کې چې د ۲۰۱۰ م کال څخه مخکې د بیارغونې شرکتونو ته ورکړل شوي یوازې د یو ویشت میلیارده ډالرو لپاره حساب لري.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو مفتش جان سوپکو چې وخت ناوخت په افغانستان او عراق کې د امریکا پر لګښتونو انتقاد کوي وايي:

په نوي راپورکې هیڅ سپارښتنه نه ده شوې. د نوموړي په وینا په دې راپورکې خپاره شوي معلومات یوازې د دې لپاره دي چې کانګرس او امریکايي مالیه ورکونکي پوه شي چې په افغانستان کې د دوی پیسې څه ډول لګول شوي.

سیګار وايي، دوی په عمومي توګه د ۳۸ بېلابېلو قراردادیانو په اړه معلومات تر لاسه کړي چې له ۲۰۰۲ م کال څخه تر ۲۰۱۳ م کال پورې موده کې یې هر یو د پنټاګون د بیارغونې له بودیجې ترسل میلونو څخه د زیاتو ډالرو په ارزښت قراردادونه تر لاسه کړي .

خو زیاتوي چې دې اته دیرش قرراردادیانو ته ورکړل شوي قراردادونه ، په افغانستان کې د امریکا د دفاع د وزارت له خوا د بیا رغونې د لګول شوې بودیجې په سلو کې اته پنځوس برخه جوړوي.

په راپورکې په دې برخه کې ناسمې ادارې او په حساب ورکولو کې شته نیمګړتیاووته ګوته نیول شوې. خو د مالي غبن او د پیسو د ضایع کیدو څه نه دی ویل شوي.

XS
SM
MD
LG