د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

د بخښنې د نړېوال سازمان منشي کابل ته راځي


د بخښنې د نړېوال سازمان منشي سلیل شیټي راتلونکې اونۍ کابل ته ځي.د بشري حقونو د دې ادارې د افغانستان د برخې مسولې حریه مصدق ازادۍ راډیو ته وویل چې ښاغلی شیټي به افغانستان ته د خپل درې ورځني سفرپه ترڅ کې له افغان چارواکو سره په دې هېواد کې د بشري حقونو پرموضوعاتو او شتو اندېښنو خبرې وکړي.

نوموړې په ځانګړې توګه په کابل د فرخندې په نوم د یوې نجلۍ د وژل کیدو پېښې ته اشاره وکړه چې د بخښنې نړېوال سازمان عمومي منشي به یې له افغان چارواکو سره یاده کړي.

د بخښنې د نړېوال سازمان منشي په داسې حال کې کابل ته ځي چې په دې وروستیوکې د بشري حقونو اداروپه افغانستان د بشري حقونود خراب وضیعت په اړه اندېښنې ښودلې.

د بخښنې په نړېوال سازمان کې د افغانستان د برخې مسولې حریه مصدق پرون ازادۍ راډیو ته وویل، سلیل شیټي به د راتلونکې شنبې په ورځ کابل ته ورسیږي او درې ورځې به په افغانستان کې پاتې شي.

نوموړې وویل، د بخښنې نړېوال سازمان د منشي له دې سفرسره په یو وخت به دوی په افغانستان کې د ښځود حقونو پرفعالانو د بریدونوپه اړه یو راپور هم خپور کړي.

همدارنګه به سلیل شیټي په خپل دې درې ورځني سفرکې له افغان ولسمشراشرف غني، اجرایوي ریس عبدالله عبدالله او نورو لوړ پوړو افغان چارواکو سره وګوري.

میرمن مصدق وايي، ښاغلی شیټي به له افغان چارواکو سره په دې لیدنو کې په دې هېواد کې د بشري حقونو په عمومي وضیعت او هغو اندېښنو چې د بخښنې نړېوال سازمان یې لري وغږیږي.

نوموړې زیاته کړه چې اداره یې هڅه کوي، افغان چارواکي وهڅوي څو په دې هېواد کې د بشري حقونو د سرغړاویو مخه ونیسي.

هغې په دې لړکې د کابل ښار یوې ورستۍ پېښې ته اشاره وکړه چې په کې یوې ډلې پاریدلو خلکو د فرخندې په نوم یوه اوه ویشت کلنه نجلۍ د پولیسو په وړاندې ووژله. حریه مصدق وویل:

″یوه مساله چې په دې سفرکې به پرې بحث وشي، هغه د فرخندې د قتل په مخنیوي کې د پولیسو او قانون پلي کوونکوادارو د ناکامۍ موضوع ده. دوی ونه توانیدل د یو داسې قتل مخه ونیسي چې په رڼا ورځ او په عام محضرکې وشو.

همدارنګه د دې قضیې د یو شمېرعاملانو د نیولو په اړه به هم خبرې وشي.″

تردې مخکې هم د بخښنې نړېوال سازمان د فرخندې د قاتلانواو هغو امنیتي مامورینو او پولیسود محاکمې غوښتنه کړې وه چې د دې وژنې مخه یې نه وه نیولې.

۲۷ کلنه فرخنده ۱۲ ورځې مخکې د کابل په شا دوشمشیره سیمه کې یو شمېر قهرجنوخلکو په وهلو ډبولو ووژله او د هغې مړي ته یې اور واچوه.

که څه هم ظاهرا پاریدلو خلکو نوموړې د قران پاک د نسخې په سوزولو تورنه کړې وه، خو د کورنیو چارو وزارت وايي، څیړنو یې وښوده چې نوموړې بې ګناه او خپله یوه دیني مبلغه وه.

د بخښنې نړېوال سازمان وايي، که چېرې حکومت د فرخندې د وژلو قضیه په جدي توګه ونه څیړي خلک به پرحکومت بې باوره شي.

XS
SM
MD
LG