د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

د کونړ چارواکي وايي ډيورنډ کرښې ته څېرمه سرحدي پوليس محاصره دي


دکونړ او سیدونکي او چارواکي وايي چې د ډیورنډ په کرښه پراته سرحدي پولیس په درېیو نقطو کې محاصره دي، چي کله هم پکي کوم کس ټپي یا ووژل شي په ورځو ورځو د طیارې په انتظار پروت وي .


د کونړ ولایتي شورا رئیس حاجي دین محمد ازادۍ راډیو ته وویل د ډیورنډ پر کرښه پراته پوله ساتي ځواکونه يې د اوږدې محاصرې له امله له ډیرو زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دي .

هغوى د ځمکې له لارې ځکه تګ راتګ نه شي کولی چي د بنشۍ،غاښي کنډو او ناواپاس سړکونه د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي:


«شپږ میاشتې کېږي چې بنشۍ محاصره ده، هلته پراته ځواکونه نه پاکستان ته تللی شي او نه هم له خپلو پوستو د کونړ نورو سیمو ته، ځکه چي په لارو کې طالبان پراته دي. هوايي اکمالات هم ورته نه کېږي. غاښي کنډو ته هم ځمکنۍ لارې بندي دي. امنیت نه شته ستونزې ډیرې زیاتې دي»


د ولایتي شورا رئیس وايي د ناواپاس په سرحدي پوستو کي دوولس ورځې وړاندې یو سرتیری ټپي شوی، خو د لارې د بندیدو او د طیارې د نشتوالې په وجه اوس هم په بد حالت کې پروت دی.


د کونړ سرپرست والي شجاع الملک جلاله ازادۍ راډیو ته وویل چې د دانګام ولسوالۍ اړوند د بينشۍ، د سرکاڼو په ناواپاس او د مرورې ولسوالۍ په غاښي کنډو کي پراته سرحدي پولیس يې د لارو بندیدو په وجه محاصره دي.


والي وايي نوموړي ستونزه يې د کورنیو چارو وزیر ته هم یاده کړې او ترې يې غوښتي چې باید کونړ ته د سرحدي پولیسو یو کنډک ورکړي خو تر اوسه يې غوښتنې نه دي منل شوي:


«وزیر صیب داخله چي کونړ ته راغلی و ،موږ ورته داخبره کړې وه چي زموږ غاښی تر محاصرې لاندې دی، ناوا پاس محاصرې لاندې دی او بنشۍ د محاصرې لاندې ده، چې حد اقل موږ ته یو د سرحدي پولیسو یو بل کنډک راکړي چې هغه مروره او شلتن کنترول کړي»


څه موده وړاندې چې دکورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي کونړ ته راغلى و د خلکو او چارواکو غوښتنه ترې همدا وه چې باید ټول پولیس پوره اکمال شي او سرحدونو ته د غزیدلو لارو د خلاصون هڅې دي وکړي.


روح الله انوري ـ کونړ

XS
SM
MD
LG