د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۰۰

افغان دولت وايي له منځنۍ اسيا جنوبي اسيا ته د برېښنا د لېږد پروژې پرمختګ کړى


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د کاسا یکهزار په پروژه کې د ګډو هېوادونو د استازو په وروستۍ ناسته کې دیادې پروژې د پیلیدو په برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي.

د کاسا یکهزار یا له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د برېښنا د لیږد د پروژې ښکیل هیوادونه دیادې پروژې د عملي کار د پيلولو په برخه کې مهمو پرمختګونو ته رسیدلي دي.

د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت ویاند شیکب مستغني د سې شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستي پر مهال وویل،چې د کاسا یکهزار پروژې څلور ښکیل هیوادونه په خپله وروستۍ غونډه کې مهمو هوکړو ته رسیدلي دي.

ښاغلي مستغني وايي، چې دغه ناسته د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د ترکیې په استبول ښار کې تر سره شوې او نړیوال بانک هم ددغې پروژې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

"د ذکر شوي پروژې لګښت یو اعشاره ۷۰ میلیارد امریکايي ډالره دي ، چې نړیوال بانک د دغې پروژې د بشپړولو لپاره ۵۲۶ میلیونه امریکايي ډالره مرسته کړې، بل پرمختګ دا دی، چې راتلونکې میاشت به په کابل، تاجکستان او پیښور کې د دې پروژې د برېښنا د تبدیل ستیشنونو ته د ودانیو جوړول هم دواطلبۍ ته وړاندې کیږي"

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت وايي ټاکل شوې د کاسا یکهزار پروژې کار په نږدې راتلونکې کې پيل او د۲۰۱۸ م کال تر پایه پوري بشپړ شي.

د کاسا یکهزار پروژې له لارې ۱۳۰۰ میګاواټه بریښنا له قرغزستان او تاجکستان څخه د افغانستان له لاري پاکستان ته صادریږي او همدرانګه افغانستان له دغه پروژې څخه ۳۰۰ میګاواټه بریښنا لاسته راوړي.

پر همدې مهال دا قتصادي چارو یو شمیر پوهان هیله ښيي چې د یادې پروژې دکار په پیلیدو سره به دافغانانو په ژوند کې مثبت بدلون را وستل شي.

داقتصادي چارو پوه او د کابل پوهنتون استاد تاج محمد اکبر آزادۍ راډیو سره خبرو کې وویل چې افغان حکومت باید د یادې پروژې د تطبیقولو په برخه کې له جدیت څخه کار واخلي.

"دغه پروژه نه یوازي هندوستان او پاکستان لپاره ګټوره بلکي دافغانستان لپاره هم له اقتصاي اړخه ، هم دسیاسي هم دامنیتي او هم دسولې له اړخه ګټور ده زه هیله مند یم چې دغه پروژه هم اقتصادي ګټي لري چې افغانستان په کال کې ۴۰۰ میلونه دترانزیټ دلاري څخه تر لاسه کوي"

په داسې حال کې چې دافغان حکومت له خوا دکاسا یکهزار پروژې دکار پلیدو په اړه خوښي ښودل کیږي ،خو ځینې کتونکي په هیواد کې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه په دې برخه کې دلویو ستونزو په توګه یادوي.​

XS
SM
MD
LG