د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د نیلوفر پلار وايي پر دوه کلنې لور یې جنسي تېری کوونکي باید اعدام شي


د نیلوفر پلارله جمهور ريیس څخه غواړي چې د ده پرلوردې جنسي تېری کوونکي اعدام کړي.

نیلوفر چې ډیره ماشومه ده او په خبرو لا نه ده راغلې؛ د جنسي تیري قرباني شوې ده.

دا ماشومه شاوخوا دوه کلنه ده؛ خو شپږ میاشتې مخکې پرې په تخار ولایت کې جنسي تیری شوی دی.

د نیلوفر پلار ازادي رادیو ته وویل؛ شپږ میاشتې کیږي چې د عدل او انصاف په خاطر کابل ته راغلی دی:

"جمهوري ریاست ته لاړم، جمهور ريیس محترم اشرف غني دې زما ماشوم له خپل ماشوم سره مقایسه کړي؛ که داسې ظلم ورسره وشي؛ هغه به څه کوي."

ده وویل، په سیمه کې د غریبۍ ژوند لري؛ هیچا ته یې ضرر نه دی رسیدلی او له نورو يې هم توقع نه وه چې ضرر ورورسوي.

ده وویل، په تخار ولایت کې مې د رشوت د ورکړې توان نه درلود:

"د ولسوالۍ د جنایي مرستیال راته وايي؛ دوه لکه افغانۍ راکړه، داسې ظلم پر ماکیږي، د تخار په ولایت کې په د وسیه کې تیری کوونکی نولس کلن لیکل شوی؛ خو کله چې د وسیه کابل ته راغله؛ د دې لپاره چې هلک مجرم ونه شمیرل شي عمر يې ورته کم کړی.

یا دې ما له لور سره یوځاې ووژني او یا دې قناعت را کړي.

زه واسطه، پیسې او زور نه لرم، د کابل راتګ ته مې پیسې پور کړي؛ زه يې د خدای د قانون سره سم اعدامول غواړم."

ده داهم وویل، د زور او ټوپکو درې خاوندانو؛ د تخار ولایت د رستاق په ولسوالۍ کې د ده پر ماشومې لور جنسي تیری کړی دی. په خپل ولایت کې يې د عدلي ارګانونو دروازې ډیرې ټکولي؛ ډېر فریادونه یې کړي، خو انصاف ورسره نه دی شوی.

نورالدین په کابل کې هم هره ورځ د عدليې ارګانونو ته ورځي او غواړي چې عدالت ورسره وشي.

ده ازادي راډیو ته دا هم وویل، له درې تېري کوونکو له جملې "عزیزاله" نومی امنیتي ارګانونو بندي کړی دی.

ده وویل، له کومې ورځې راهیسې چې عزیزاله بندي شوی؛ د عزیزاله د جرم دوه شریکان او نور ملګري يې پر مرګ ګواښي.

نورالدین وايي، د همدغو ګواښونو له ویرې کابل ته راغلی چې عدلي ارګانونه یې دوسیه وڅیړي او تیری کوونکو ته جزا ورکړي.

دی په کابل کې هم له عدلي او قضایي ارګانونو خوښ نه دی او وایي چې پر دوسیه یې غورنه کیږي.

په عین وخت کې لویه څارنوالۍ وايي؛ د نیلوفر دوسیه څېړل شوې او په هکله یې قانوني اجراات شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیرعزیزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې دا دوسیه د دوی په لومړیتونو کې ده:

"کومې موضوعګانې چې د تحقیق په د وران کې روښانه شي او نور افراد مسوول وپیژندل شي؛ لویه څارنوالۍ به يې د نیولو امر وکړي او تحقیق ته به یې حاضرکړي.

دا د وسیه زموږ په لومړیتوبونو کې ده ځکه چې لویه تراژیدي ده."

دا چې سترې محکمې د نیلوفر پر دوسیې څومره اجراات کړي؛ وموغوستل یاده اداره وپوښتو، خو د دې ادارې مسوولینو په دې اړه د معلوماتوله ورکولو ډډه وکړه.

کارپوهان وايی په هیواد کې دا لومړی پیښه نه ده بلکې له دې وړاندې هم د هېواد په ځینو سیمو کې پرماشومانو جنسي تیري شوي دي.

دوی هم له حکومته غواړي چې د دې ډول پیښو پر وړاندې دې جدي عمل وکړي؛ څو نور ترې عبرت واخلي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG