د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

صدیقي: د اسلامي دولت ډلې جنګیالي به خپل هدف ته ونه رسیږي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ازبکستان د اسلامي تحریک جنګیالي به چې دا مهال یې له اسلامي دولت ډلې سره بیعت اعلان کړی خپل هدف ته ونه رسیږي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې په دې وروستیوکې د افغانستان په شمال کې د ازبکستان اسلامي تحریک یوه ویډیو خپره کړې او د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې مشرابوبکرالبغدادي ته یې خپله وفاداري اعلان کړه.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېرغړي هم له افغان امنیتي چارواکو غواړي چې یاده ډله له منځه یوسي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د مخ په زیاتېدونکو فعالیتونو په اړه اندېښنې موجودې دي، خو د کورنیوچارو وزارت ډاډ ورکوي چې د دې ډلې د فعالیت مخه به ونیسي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، افغان امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د اسلامي دولت جنګیالي خپل هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه یوسي:

″په دې کې شک نشته چې دوی د خلکو په وژنه کې لاس لري، هر څوک چې وي په هرنامه چې وي دوی به له منځه ځي، دا له خلکو سره د افغان امنیتي ځواکونو ژمنه ده، ډاډ ورکوو چې موږ به په خپل ټول توان له امکاناتو کار اخلو په هرځای کې چې دوی ولیدل شي له منځه به وړل کیږي دا مبارزه ډېره جدي ده او همداسې به دوام وکړي.″

دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې د افغانستان په شمال کې د ازبکانو یوې ډلې چې د ازبکستان اسلامي تحریک ته ځان منسوب ګڼي، د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې ته خپله وفاداري اعلان کړه.

د دې ډلې یوه غړي چې ځان یې سعد الله اورګنجي معرفي کړی ویلي چې د طالبانو مشرملاعمرپه تیروڅه باندې ۱۳ کلونوکې نه دی لیدل شوی نو د اسلامي شریعت پراساس رهبرنه شي ګڼل کیدلای.

دې ډلې د یوه افغان عسکرد سرپرې کولو ویډيوهم پر انټرنټ خپره کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د یادې ویډیو په اړه یې پلټنې پیل کړې څوثابته شي چې ایا دغه ویډیو اصلي ده او که نه؟ او که اصلي وي د ازبک جنګیالیو په کومې ډلې پورې تړاو لري.

د دې ریاست یوې معتبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم اوغږ یې خپورشي ازادۍ راډيو ته وویل چې د ازبکستان اسلامي تحریک یوه نړېواله تروریستي ډله ده چې د افغانستان په شمال کې فعالیتونه لري.

په ورته وخت کې د چاروکارپوهان او د ولسي جرګې یو شمېر غړي په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د فعالیتو په اړه اندېښنه ښيي.

دوي افغان حکومت ته سپارښتنه کوي وړاندې تردې چې یاده ډله په جګړیزو فعالیتونو لاس پورې کړي باید له منځه یوړل شي.

د ولسي جرګې غړي نادرخان کټوازي ازادۍ راډيوته وویل، له شمال سربېره د افغانستان په جنوبي سیمو کې هم یاده ډله فعالیت کوي:

″دا چې پرون اعلان شوې ښه خبره دا ده چې افغان امنیتي ځواکونه په خپل ټول توان سره په افغانستان کې یاد بهرني جنګیالي په هرنامه چې فعالیت کوي له منځه یوسي.″

هغه زیاته کړه؛ دا هغه بهرني جنګیالي دي چې پخوا د پاکستان په شمالي وزیرستان کې اوسېدل او د پاکستاني ځواکونو له عملیاتو وروسته یې افغانستان ته مخه کړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وروستیوکې په افغانستان کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې له فعالیته اندیښنه څرګنده کړه.

ښاغلي غني ویلي، تروریستي ډلو له بېلابېلو لارو پر افغانستان تمرکز زیات کړی دی.

د چاروکارپوهان افغان حکومت ته سپارښتنه کوي وړاندې تردې چې په افغانستان کې جنګي موسم پيل شي د دې ډلې پرضد پراخ او کوټلي ګامونه اوچت کړي.

راپور:رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG