د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

مستغني: د سولې د خبرو د پيل او ځای معلومولو هڅې روانې دي


که څه هم داسې تمه کېدله چې د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو ترمنځ به د سولې خبرې د مارچ په میاشت کې پیل شي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې تراوسه په رسمي بڼه دا خبرې نه دي پیل شوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې تراوسه د سولې د خبرو د پیل نېټه او ځای نه دی مشخص شوی.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې هدف هڅې روانې دي:

"تراوسه د سولې د خبرو د پیل لپاره ځانګړی ځای او نېټه نه ده مشخصه شوې؛ په دې اړه هڅې روانې دي او که په دې اړه نور جزیات رامنځ ته شول له تاسې او ولس سره به یې شریک کړو."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې له دې وړاندې د افغان حکومت مشرانو ویلي وو چې له وسله والو مخالفانو سره به د مارچ په میاشت کې د سولې خبرې پیل شي.

خو له دې وړاندې وسله والو طالبانو د سولې په خبرو کې ګډون رد کړی او د سولې د خبرو د پيل لپاره یې شرط په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو وتل یاد کړی دی.

ځینې کسان وايي، ممکن د وسله والو مخالفانو ترمنځ خپل منځي اختلافات به د دې سبب شوي وي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل نه کړي.

بل خوا د چارو کارپوهان وايي؛ د پاکستان د استخباراتو یوشمېر کړیو هڅې پیل کړي؛ څو د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو ترمنځ د سولې د خبرو د پيل مخه ونیسي.

د سیاسي چارو کارپوه حاجي سید داوود له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ یادې پاکستانۍ استخباراتي کړۍ غواړي چې افغان حکومت په کورنیو ستونزو کې راګیري کړي او خپلو استخباراتي اهدافو ته ځان نږدې کړي:

"دا چې د سولې خبرې د مارچ په میاشت کې پیل نه شوې او ولې وځنډیلې؛ زما په نظر د پاکستان په سیاسي او نظامي ډلو کې داسې کړۍ رامنځ ته شوي؛ نه یې غوښتل د وسولې خبرې پیل شي؛ مثلا راحل شریف او نواز شریف غوښتل دا خبرې باید پیل شي؛ اما ځینې کړۍ وې چې د دې مذاکراتو مخالفت یې وکړ؛ هغه داسې کړۍ دي چې دوی د افغانستان د اشغال خوبونو ګوري."

د چارو ځینې سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان تل په افغانستان کې د خپلو تعقیبي ګټو فرصتونه لټوي.

دوی وايي چې پاکستان له دې هېواده زیات توقعات لري او ټینګار کوي چې افغان حکومت نه باید پاکستان ته په یو اړخیز امتیاز باندې قایل شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې دې په افغانستان کې د دې داسې یوې سولې غوښتونکی دی چې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې په کې خوندي وي او په دې اړه به له هیچا سره هم معامله ونه کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG