د افغانستان د حرکت اسلامي ګوند وایي چې له حکومته ملاتړکوي او د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره به خپلې هڅې زیاتې کړي.
د دې ګوند نوي رییس مولوي قلم الدین ازادۍ راډیوته وویل، په افغانستان کې د سولې د راوستلو او د ملي پخلاینې په لویو پروسو کې به پراخه ونډه واخلي.
له ښاغلي قلم الدین سره چې نن د دې ګوند د نوي رهبر په توګه انتخاب شو صفي الله ستانکزي مرکه کړې او په سر کې یې ورنه پوښتنه کړې چې دا ګوند به د افغانستان د لویو ملي پروسو د کامیابه کیدو لپاره څه وکړي؟