نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې: د افغانستان بل فصل – ترسرلیک لاندې یوتحلیلي مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي راغلي:
د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما پریکړه وکړه چې له افغانستانه د خپلو عسکرو ایستل ورو کړي، خو دی او د افغانستان نوی جمهوررئیس اشرف غني مکلفیت لري چې ثابته کړي، د امریکا اضافي پانګوونه به ارزښت ولري.دا به اسانه نه وي او ممکن امکان هم ونه لري.
د ورځپاڼې په باور، له لسو کالو څخه په زیاتې موده کې افغان حکومت په خپل ځان باندې د بسیا کیدنې په مقصد د ټینګو سیاسي، اقتصادي او پوځي ګامونو د پورته کولو لپاره په سرسختۍ سره مقاومت کړی دی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي:
جمهور رئیس اوباما له خپل افغان سیال سره په سپینې ماڼۍ کې د کتنې پرمهال وویل، لاهم په خپل پلان ټینګ ولاړدی او په ۲۰۱۷ کال کې چې د ده د کار دوره پای ته رسیږي په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمېربه زرو ته راټیټ کړي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي: جمهوررئیس اشرف غني د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي په نسبت زیات جدي او مسول شخص دی.
نیویارک ټایمز وړاندې لیکي:
ښاغلي غني د امریکا د کانګرس ګډې غونډې ته د وینا پرمهال د امریکایي پوځیانو چې په افغانستان کې یي خدمت کړی او د مالیه ورکوونکو امریکایانو مننه وکړه او د وینا سخت هرکلی یي وشو.
ښاغلي غني د نیویارک ټایمز ورځپاڼې مرکز څخه د کتنې پرمهال وویل، افغان حکومت ته وخت ورکړ شوی چې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
د ورځپاڼې په باور، جمهوررئیس غني د پخواني جمهوررئیس کرزي په پرتله له طالبانو سره د سولې او پخلاینې جدي سیاسي هلې ځلې پیل کړي او دا ځکه چې امریکایي جنرالان هم په دې باوردي چې د افغانستان ستونزه یوازې له سیاسي لارې حل کیدای شي.
نیویارک ټایمز لیکي: که څه هم چې دا مهال د سولې په خبرو کې کوم د نظر وړ پرمختګ نه تر سترګو کیږي، خو جمهوررئیس غني له پاکستان سره د اړیکو ښه کولو لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي.
ښاغلي غني له پاکستان سره د اړیکو ښه کول په عالمانه ډول داسې بیان کړې چې: له طالبانو سره سوله دومره ستونزمنه نه ده څومره چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوله مطرح ده.
فارین پالیسي خپرونې په افغانستان کې د هغه پولیس افسرد محکومیدو په اړه یو مضمون خپور کړی چې د اسوشئتد پرس اژانس یوه عکس اخیستونکې ژورنالیسته یي په ډزو وژلې وه.
خپرونه لیکي:
د افغانستان سترې محکمی د پولیسو افسرنجیب الله چې په ۲۰۱۴ م کال کې یي فلم اخیستونکې انیا نایدرینګهاوس په ډزو وژلې او بله خبریاله کیتي ګانون یي ټپي کړې وه، په شل کاله بند محکوم کړ.
خپرونه لیکي:
ګانون د سترې محکمې د حکم له اوریدو وروسته وویل، نه انیا او نه هم دا په خپله د اعدام پلویان دي.
دا وایي، زه پوهیږم چې د انیا له خوا خبرې کوم، زه وایم یو لیونی سړی د ټول افغان ولس او خلکو استازیتوب نه شي کولای.
ګانون وایي، په افغانستان کې د خبریالۍ کار یي ډيرخوښ دی او کله چې ښه شي، بیرته به افغانستان ته لاړه شي.