د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

اکسین: لاهم په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو لپاره ټینګه اراده نشته


اکسین یا د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې شبکې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون سیاسي او غیرتخصصي وباله.

د دغې شبکې ځينو غړیو د دوشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې د یاد کمیسیون د اعتبار د لوړولو او مشکلاتو د حل لپاره حکومت ته یو لړ وړاندیزونه وړاندې کړل.

د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې شبکه یا اکسین وایي، د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د ترکیب په اړه د دواړو ټيمونو اختلافاتو او نورو تخنیکي ستونزو ته په کتو به د ولسي جرګې انتخابات په شفاف او عادلانه توګه ترسره نه شي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنیاد رییس او د اکسین غړې نعیم ایوب زاده د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې لاهم په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو لپاره ټینګه اراده نشته:

″د شاید او باید اصلاحاتو لپاره یوه ټینګه سیاسي اراده لا هم نشته، ډيره ستونزمنه به وي چې پارلماني انتخابات په شفافه توګه تر سره شي.″

د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې شبکې په دې اړه یولړوړاندیزونه هم وکړل چې په یوه برخه کې یې راغلي، د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون باید د انتخاباتو د متخصصو بنسټونو له نظریاتو څخه استفاده وکړي او په علني توګه د خپلو غونډو د ترسره کیدو لپاره طرز العمل رامنځ ته کړي.

د حکومت اجرایي رییس عبدالله عبدالله په وروستیو کې ویلي چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د رییس د ټاکلو په برخه کې ځیني ملاحظات لري.

د ملي وحدت حکومت د موافقت نامې له مخې؛ ولسمشرباید د حکومت له جوړېدو سره سم د یوه فرمان په خپرولو سره د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره یوکمیسیون جوړ کړی وای.

خو د نوي حکومت له جوړېدو شپږ میاشتې وروسته ولسمشر یو فرمان خپور کړ او د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون غړي یې معرفي کړل.

وموغوښتل چې د یاد بنسټ د وروستیو څرګندونو په اړه د حکومت نظرهم ولرو، خو دوی خبري کولو ته حاضر نشول.

د اکسین یا انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې د شبکې غړي همدا راز وایې چې موجوده ستونزو ته په کتو ښایې دا کمیسیون خپل کار په سمه توګه ونشي کړای. د دغه شبکې غړی تیمور حکیمیارپه دې اړه وایي:

″لیدل کیږي چې کمیسیون به خاصتا د دوو سیاسي ډلو په خدمت کې اوسي او د بې طرفانه اصلاحاتو ونډه به نادیده ونیول شي.

کوم اختلافات چې شته یو بل خنډ دی چې موږ اندیښنه لرو چې که دغه کمیسیون په کار هم پیل وکړي، وبه نه شي کړای چې واقعې او سمې فیصلې وکړي.″

د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون دنده لري؛ څو د انتخاباتو په قانون کې بنسټیزاصلاحات راولي او دغه راز د انتخاباتي کمیسیونونو په ترکیب کې تغیرات راولي.

که څه هم د انتخاباتو ځيني څارونکي بنسټونه او مدني ټولنې انتقاد کوي چې دا کمیسیون د سیاسي مصلحت له مخې جوړشوی، خو د دغه کمیسیون مسولین له خلکو غواړي چې د دوي د کار ترپیلیدو وروسته په اړه یې قضاوت وکړي.

XS
SM
MD
LG