د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

سرنوشت: د ټاکنیزنظام اصلاح که تخریب؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب د انتخاباتو د اصلاح لپاره د جوړشوي کمیسیون په اړه اختلافاتو او د ولسمشر د امریکا د سفرلاسته راوړنوته ځانګړي کړي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي، د حکومت اجرایه ریاست د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د مشرې ټاکل کیدل نه مني.

په مطلب کې راغلي چې اجرایه ریاست د دې کمیسیون د مشرې په توګه د شکریې بارکزۍ ټاکل کیدل د سیاسي موافقت نامې خلاف کار بولي.

ورځپاڼې په یوه جلامطلب کې د انتخاباتي اصلاحاتود کمیسیون د مرستیال په حواله لیکلي چې ویلې یې دي، په جوړشوي طرزالعمل کې د اصلاحاتو ټول صلاحیت ولسمشرته ورکړل شوی دی او دا یې یو ناقص طرزالعمل بللی دی.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی، چې د ټاکنیزنظام اصلاح که تخریب؟

سرمقاله لیکوونکي لیکلي چې د انتخاباتي اصلاحاتو د جوړشوي کمیسیون په اړه اوس د ولسمشراو اجرایي ریس اختلافات په ډاګه شول او اجرایي ریس ویلي چې د کمیسیون د جوړیدو په اړه ورسره مشوره نه ده شوې.

په مطلب کې راغلي، افغانان د انتخاباتو اصلاح ته اړتیا لري، خو د لیکوال په خبره اوس چې د اصلاح لپاره کومې چیغې وهل کیږي، هغه سیاسي اهداف لري.

په مطلب کې راغلي، دواړه لوري، په ځانګړي توګه اجرایه ریس غواړي چې په دې پلمه د راتلونکو انتخاباتو لپاره بنسټیز کارونه وکړي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا امریکا ته د ولسمشراشرف غني د سفرپه اړه یوه مطلب کې لیکلي چې اشرف غني وکولای شوای چې د امریکایي مقاماتو اعتماد راجلب کړي.

په دې مطلب کې راغلي چې د امریکا دا اقدام چې د روان میلادي کال ترپایه به خپل نږدې لس زره عسکرپه افغانستان کې پریږدي، د ولسمشراشرف غني د سفر یو بریالیتوب دی.

په مطلب کې راغلي، د امریکا دا اقدام ښه دی، خو زیاته شوې، چې په افغانستان کې ډيرې داسې ستونزې شته چې د امریکایي ځواکونو په حضور سره نه شي حل کیدلی.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د امریکایي ځواکونو د پاته کیدو په اړه یوه مطلب کې لیکلي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا له دې اقدام سره مخالفت کړی دی.

په مطلب کې د حامد کرزي په حواله لیکل شوي چې امریکا دیارلس کاله وړاندې په افغانستان کې د القاعده په وړاندې جګړه پیل کړه خو اوس هم دا جګړه په خپل حال روانه ده.

په مطلب کې د ښاغلي کرزي په حواله لیکل شوي چې د ترهګرۍ په وړاندې د امریکا پخوانۍ مبارزې نتیجه ورنه کړه، نو اوس به یې ځواکونه څه وکړي؟

XS
SM
MD
LG