د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

د هند د برکت الله پوهنتون یوه څانګه په افغانستان کې پرانیستل کیږي


نړېوالو رسنیو په افغانستان کې پر دوو بهرنیو خبریالانو د حملې په جرم د یوه پولیس محاکمې او په دې هېواد کې د هند یوه پوهنتون د یوې څانګې د پرانیستلو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

انډین اکسپرس:

د هند چاپ انډین اکسپرس ورځپاڼه په خپله وروستۍ ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې چې د هند برکت الله پوهنتون په افغانستان کې یوه څانګه پرانیزي؛ مقاله خپره کړې ده.

د هند دا پوهنتون غواړي چې په خوست کې د شیخ زاید له پوهنتون سره موافقه وکړې او هلته فعالیت پيل کړي. ورځپاڼه د پوهنتون د مرستیال په حواله لیکي: "موږ د رسمي لیک تر استولو وروسته له شیخ زاید پوهنتون سره د اکاډمیکو تجربو د تبادلې د دوام یو تفاهم لیک لاسلیک کړ. "

د انډين اکسپرس په حواله، دا موافقه د شنبې په ورځ په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي لاسلیک کړه.

ابدالي اندین اکسپرس ته ویلي چې په راتلونکې یوې یا دوو میاشتو کې به یو هیات خوست ته واستوي څو د شیخ زاید پوهنتون له چارواکو سره خبرې وکړي.

ورځپاڼه په نوي ډيلي کې د افغانستان د سفیر په حواله لیکي؛ موږ غواړو چې د شیخ زايد پوهنتون له استادانو او محصلینو سره د تدریس او زده کړې پر څرنګوالي او نورو تحصیلي چارو خبرې وکړو.

د دې موافقې پر اساس به د دواړو پوهنتونو ترمنځ د تحصیلي پروګرامونو پر شریکولو هم خبرې وشي.

د افغانستان سفیر زیاته کړې، که چیرې ښې پایلې تر لاسه شوې په خوست کې به د هند د برکت الله پوهنتون د یوې څانګې پرانیستلو ته لاره خلاصه کړو؛ خو دا کار په یوه ورځ کې نه شي کیدلای او وخت ته اړتیا لري.

د هندي ورځپاڼې په حواله، د برکت الله پوهنتون تیرکال د ډنمارک په البورګ ښار کې له یوه پوهنتون سره ورته موافقه وکړه چې اوس هلته د دې پوهنتون درېیو محصلانوته د کار زمینه برابره شوې ده.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر هغه پولیس چې تیرکال یې په افغانستان کې پر دوو بهرنیو خبریالانو ډزې کړې وې؛ د افغانستان د سترې محکمې د تازه پریکړې په اړه مقاله خپره کړې ده.

سترې محکمې پر دې پولیس چې یوه خبریاله یې ووژله او بله یې زخمي کړه د شل کاله بند حکم وکړ.

نویارک ټایمز لیکي، د قوماندان نقیب په نوم دې پولیس ته د ابتدايي محاکمو د پریکړو پر نسبت کمه سزا ټاکل شوې ده. ابتدايي محکمو پر هغه د اشد مجازات یا اعدام حکم کړی و.

ورځپاڼې د اسوشیېټډپرس خبري اژآنس د یوې مسوولې "کاتلین کیرول" په حواله لیکلي، خوشاله یو چې د افغانستان عدلي سیسټم دا قضیه بشپړه کړه او دې سړي ته یې سزا وټاکله.

XS
SM
MD
LG