د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

وسله والو په پېښور کې د پاکستاني پوځ یو جګپوړى افسر وژلى


د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې امنيتي چارواکي وايي چې نامعلومو وسله والو د يکشنبې په ورځ په پېښور کې د پاکستاني پوځ يو جګپوړى افسر ليفټننټ کرنل طاهر عظيم په ډزو وژلى دى.

د پېښور د پوليسو په وينا، وسله والو پر کرنل طاهر هغه مهال د پېښور د حيات اباد په فيز تهري نومي سيمه کې ډزې وکړې چې نوموړى له جومات نه کور ته په لار و.

د پېښور د حيات اباد د پوليسو يوه ځايي مشر عمران د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل:

"کرنل طاهر تر لمونځ کولو وروسته کور ته روان و چې په لاره کې پرې دوو موټرسيکل سپور و چې له مخکې نه ورته په کمين کې ناست وو؛ ناتاره ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې هغه سخت ټپي شو چې بيا وروسته يې روغتون ته تر رسولو مخکې ساه ورکړه. "

طاهر عظيم د پاکستاني پوځ برحاله افسر و چې له آره د پېښور د بډه بيرې اوسېدونکى و؛ خو دا مهال د پاکستان د پنجاب ايالت په راولپېنډۍ ښار کې پر دنده بوخت و.

په پېښور کې په دې وروستيو کې د سياسي ګوندونو د غړيو؛ پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو په هدفي وژنو کې په داسې حال کې ډېروالى راغلى چې پاکستانيو پوځيانو په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان او همداراز د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په نورو قبايلي سيمو کې د ترهګرو په ضد پوځي عمليات پيل کړي او د ګڼو لاسته راوړنو ادعا کوي.

دا لومړى ځل دى چې وسله والو په پېښور کې د پاکستاني پوځ برحاله افسر په نښه کړى دى.

تر دې مخکې وسله والو د روانې مياشت په ١٨مه نېټه د پېښور په يکه توت سيمه کې د پاکستان مسلم ليګ (ن) سيمه ييز مشر سردار محمد مومند هم په ډزو وژلى و چې بيا وروسته يې مسووليت پاکستاني طالبانو ومانه او دا يې په پېښور کې پر سياستوالو خپلو چريکي بريدونو پيل وباله.

د پېښور د پوليسو په وينا، په حيات اباد کې يې د کرنل طاهر تر وژنې وروسته سيمه محاصره کړه او تلاشي عمليات يې هم وکړل، خو په خبره يې، چې وسله وال د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې که څه هم له يوې خوا د پاکستاني پوځ پر دغه جګپوړي افسر د بريد مسووليت لا تردې دمه کومې وسله والې نه دى منلى؛ نو له بلې خوا لا تراوسه د خيبر پښتونخوا امنيتي ارګانونو هم د پېښې د شاليد په دې اړه څه نه دي ويلي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG