د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

اجرائيه رياست وايي د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د رییس پر ټاکلو بايد مذاکره وشي


د حکومت اجرایي ریاست د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون ته د ولسمشر له لورې د رییس معرفي کول د سیاسي توافق خلاف بولي.

د ولسمشر له لورې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون ریاست ته د شکریې بارکزۍ نومول د اجرایې ریاست له غبرګون سره مخامخ شوی.

د اجرایي ریاست د ویاند مرستیال آصف آشنا د یکشنبې په ورځ آزادی راډيو ته وویل چې د سیاسي توافق له مخې باید د دغه کمیسیون د رییس د ټاکلو لپاره دواړه لورې له یو بل سره مذاکره وکړي.

دی وایي، په دې اړه باید د ولسمشر او اجرایي رییس تر منځ مذاکرات وشي او له دغو مذاکراتو څخه یوه د منلو وړ نتیجه ترلاسه شي.

"کوم غړي چې ټاکل شوي، په اړه یې خبرې شوې وې، خو په دې اړه مذاکرات نه دي شوي چې د دغه کمیسیون رییس باید څوک وي. د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د رییس په توګه یو څوک ټاکل شوی. خو دا چې مذاکره نه ده شوې او زموږ په باور دا په حقیقت کې له سیاسي توافق څخه تخطي ده. باید له سره خبرې وشي او د مشترکو خبرو په نتیجه کې موږ باید یوې پایلې ته ورسیږو."

د حکومت اجرایي رییس عبدالله عبدالله په وروستیو کې ویلي چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د رییس د ټاکلو په برخه کې ځینې ملاحظات لري.

د ملي وحدت حکومت د موافقت نامې له مخې؛ ولسمشر باید د حکومت له جوړېدو سره سم د یوه فرمان په خپرولو سره د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره یو کمیسیون جوړ کړی وای.

خو د نوي حکومت له جوړېدو شپږ میاشتې وروسته ولسمشر یو فرمان خپور کړ او د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون غړي یې معرفي کړل.

د دغه فرمان له مخې، شکریه بارکزۍ د دغه کمیسیون مشره او صدیق الله توحیدي یې مرستیال ټاکل شوي.

دغه راز شاه سلطان عاکفي او وژمه فروغ یې منشیان او علي امیري، عبدالقدیر کریاب، بشیر فاروق، محمد امین احمدي، فیض الله ذکي، کاون کاکړ، صبرینا ثاقب، ګل احمد مددزی، عزیز الله رفیعي، عبدالمجید غني زاده او د ملګرو ملتونو استازی تادامیچي یاماتو د دغه کمیسیون غړي ټاکل شوي دي.

په همدې حال کې اکسین یا د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې شبکه انتقاد کوي چې د دغه کمیسیون په ټاکنه کې معیار؛ تجربې او تخصص ته پاملرنه نه ده شوې.

د دغه شبکې رییس جانداد سپین غر آزادی راډيو ته وویل چې که د دواړو سیاسي ټیمونو تر منځ په دې برخه کې اختلافات ژر تر ژره حل نه شي؛ نو دا پروسه به له ستونزو سره مخامخ شي:

"په تاسف سره موږ چې اوس ګورو زیاته برخه اعضا د دوو سیاسي ټیمونو نه نمایندګي کوي. اوس تشویش شته چې له یوې خوا به دغه کمیسیون مسلکي توانایي ونه لري او له بلې خوا دوه ګروپونه چې شته هره لحظه به اختلافات پیدا کړي په ډیرو مواردو کې او د انتخاباتو پروسه بن بست ته و رسیږي."

د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون دنده لري؛ څو د انتخاباتو په قانون کې بنسټیز اصلاحات راولي او دغه راز د انتخاباتي کمیسیونونو په ترکیب کې تغیرات راولي.

جمهوري ریاست د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د رییس په ټاکنه کې د اجرایي ریاست د غبرګون په وړاندې تر اوسه څه نه دي ویلي.

خو د انتخاباتو څارونکي بنسټونه وایي؛ که د دغه کمیسیون په ترکیب کې بې طرفه کسانو ته هم ونډه ورنه کړل شي؛ نو د دوي د کار نتایج به هم د خلکو لپاره د منلو وړ نه وي.

XS
SM
MD
LG