د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

خوستۍ میرمنې: د فرخندې قاتلین دې په عام محضر کې په دار شي


په خوست کې یو شمېر ښځو او نجونو د افغان حکومت څخه د فرخندې د قاتلینو د نیولو او په عام محضر کې د دوی د اعدام او ځوړندولو غوښتنه وکړه.

دوی ویل که چیرې د دې درودونکې پيښې عاملینو ته سزاء ورنکړل شي، نو نورې افغاني میرمنې به هم د حق او عدالت غوښتنې جرئت او زړورتوب د لاسه ورکړي.

د یکشنبې په ورځ یادې نجونې او میرمنې چې د خوست د بي بي حلیمې لیسې د غونډو په تالار کې راغونډې شوې وې، پر ولسمشر غني غږ وکړ، چې د فرخندې قاتلین دې په هماغه سیمه کې په عام محضر کې په دار شي، چې فرخنده په کې په ډېرې بې رحمۍ وژل شوې وه.

د خوست د ولایتي شورا استازې وږمه اروز ازادۍ راډیو ته داسې وویل:

((زموږ په زړونو کې ډېر غمونه او دردونه دي، دا یوه اونۍ زموږ په سترګو کې اوښکې نه دي وچې شوې، یوازینۍ غوښتنه مې له رئیس جمهور نه داده، چې د فرخندې قاتلین په هماغه ځای کې فرخنده په کې په بې رحمۍ وژل شوې په دار شي.))

مدني فعالې زهره جلال وویل، چې که د دې پيښې مجرمینو ته سزاء ورکړل شي، نو ښځې به په دې ډاډه شي، چې د دوی د ملاتړ هم څوک شته.

نعت بي بي عمري وویل، چې ښځو د تاوتریخوالي او زورزیاتي سره کار نشته، ښځې تل د سولې، ترقۍ او د خپلو اولادونو د سوکالۍ طرفدارې دي.

کامله اکبري وايي، چې دې پيښې د زړه له بیمارۍ سره مخامخ کړې ده، دې غوښتنه وکړه، چې دا ډول پيښې باید بیا هېڅکله هم تکرار نه شي.

د خوست د ولایتي شورا غړي عبدالولي واحدزي هم له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دې درونکي پيښې د عاملینو د اعدام غوښتنه وکړه:

((موږ د افغانستان پر ولسمشر او پر حکومت باندې غږ کوو، چې د دغو اوباشانو، لوچکانو او جنایتکارانو اعدام غواړو او اعدام يې هم علني اعدام غواړو، په هغه ځای کې چې دا خور يې په ډېر بې رحمانه توګه په شهادت ورسوله.))

یاده دې وي، چې فرخنده خواوشا لس ورځې وړاندې د کابل د شاه دوشمشېره زیات مخې ته د قران کریم د سوځولو په تور د قهر جنو کسانو له خوا ووژل شوه.

د افغانستان لویې څارنوالی هم ویلي، چې د فرخندې په وژلو کې د لاس لرلو په تور ورته شپږ څلویښت کسان معرفي شوي چې نولس یې پولیس او نور یې عام وګړي دي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG