د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

مظاهره چیان: افراطيت خلک په خاورو او وينو ولړل


په بلخ ولایت کې د ګن شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونو محصلینو د فرخندې د قاتلینو د محاکمې او د ۳۱ هزاره مسافرو د خوشې کېدو په خاطر لاریون وکړ.

یادو محصلیونو "مونږ عدالت غواړو او په ټولنه کې د آزادۍ غوښتونکي یو" د شعارونو په سر وركولو سره، د ملي یوالي له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره دې د فرخندې قاتلین محکمې ته را کش کړي او همدارنګه د ۳۱ برمته شویو هزاره مسافرو د خوشې کېدو په برخه کې دې لازم اقدامات ترسره کړي.

دوى یو پنځه ماده يي پرېکړه لیک ولوست، چې په یوه برخه کې یې راغلي ول:

" ډېر ژر باید د فرخندې قاتلین ونیول شي او دوی دې محاکمه کړای شي، د هېواد د نافذه قوانینو پر بنسټ دې ورته اشد مجازات تعيین شي. د هېواد امنیتي ځواکونه دې هڅه وکړي، چې ۳۱ هزاره مسافر هم راخوشې کړي"

د یاد لاریون ګن شمېر ګډونوال د بلخ پوهنتون د حقونو او سیاسي علومو محصلین ول، چې غوښتنه یې هم په هېواد د عدالت ټینګښت او د سخت دریزۍ سره جدي مبارزه وه.

احتجاج کوونکو باور درلود، چې سخت دریزۍ له کلونو راپدېخوا هېواد کې خلک له خاورو او وینو سره یو کړي دي.

مجیب الرحمن حبیبزی، بلخ

XS
SM
MD
LG