د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

١٠٨ سيمه ييز پوليس د خلکود ځورونې په تور نيول شوي


د کورنیو چارو وزارت د سیمه ییزو پولیسو عمومي رییس پاسوال علي شاه احمدزی
د کورنیو چارو وزارت د سیمه ییزو پولیسو عمومي رییس پاسوال علي شاه احمدزی

د کورنیوچارو وزارت د سیمه ییزو پولیسو عمومي رییس وایي، لسګونه هغه سیمه ییز پولیس یې توقیف کړي چې د خلکو په زورونې تورن و.

پاسوال علي شاه احمدزي له ازادۍ راډيوسره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې د دا ډول مواردو د څیړلو لپاره یې پلاوي ګمارلی دی.

د سیمه ییزو پولیسو عمومي رییس وایې چې په تیرواتو میاشتوکې یې په لیرې پرتو سیمو کې یو سل او اته تنه پولیس د خلکو د زورونې په تورنیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د سیمه ییزو پولیسو عمومي رییس پاسوال علي شاه احمدزي د یکشنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې نیول شوي پولیس د محاکموله لوري له پنځو نه ترشپاړسو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي:

″یوتعداد هغه افراد او اشخاص چې خلک یې ازارول، هغه موږ ونیول.

په ټول افغانستان کې په ۱۳۹۳ کال کې موږ یو سل او اته تنه نیولي او د قانون منګولو ته مو سپارلي دي.

پردوی له پنځو نه نیولې ان ترشپاړسو کلونو پورې د محاکمو له لوري حبس راوتلی دی.″

سیمه ییزپولیس شاوخوا څلورکاله مخکې په سیمه ییزه توګه د امنیت د خوندیتوب، اعتماد جوړونې، د خلکو د همکاریو د جلبولو او د وسله والو له نفوذه د مخنیوي په هدف د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې جوړ شول.

سره له دې چې د کورنیوچارو وزارت د امنیت په ټینګښت کې د دغو ځواکونو کړنې ګټورې بولي، خو وخت نا وخت په ځینو ولایتونو لکه غزني او سرپل کې له خلکو سره د یو شمېردغو ځواکونو د ناسم چلند په اړه راپورونه او شکایتونه رسیږي.

خلک شکایت کوي چې په ځینو سیمو کې ځینې سیمه ییز پولیس ان په وژنو، غلاو او د خلکو په وهلو کې لاس لري.

د سیمه ییزو پولیسو عمومي رییس علي شاه احمدزي که څه هم دا د هغو کړیو کار وباله چې غواړي سیمه ییز پولیس بدنامه کړي، خود دا ډول مواردو د څیړلو لپاره د هییتونو د ګمارلو خبره کوي:

″په ټوله افغانستان کې د پولیسو د عمومي قومندانۍ له لوري پلاوي موظف شوي څو دا ډول مسایل وڅیړي.

له نهه ویشتو ولایتونو څخه چې سیمه ییزو پولیس په کې دي، اتلسو ولایتونو کې یې څیړني کړي او په نورو ولایتونو کې هم جریان لري.″

ښاغلي احمدزي دغه راز وویل چې د سیمه ییزو پولیسو په قومندانۍ کې د معافیت فرهنګ نشته او په خبره یې له هر متخلف سره به د قانون په چوکاټ کې چلند وشي.

کارپوهان وایي، له خلکو سره د پولیسو ناسم چلند د خلکو او دولت ترمنځ واټن زیاتوي او سپارښتنه کوي چې دولتي چارواکي باید دغې مسالې ته جدي پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG