د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۵

په پنځو کاري ورځوکې به د کابل د بریښنا ستونزې هواري شي


د افغانستان بریښنا شرکت وایې، د هوا د سموالي په صورت کې به په پنځوکاري ورځو کې د کابل د بریښنا ستونزې هواري شي.

دغه شرکت وړاندې د کابل د وارداتي بریښنا د لینونو د جوړولو لپاره درې اونۍ وخت ټاکلی وو، خو مسولین وایې پرله پسې اورښتونه او توفانونه د دغو لینونو د تړلو په کارونو کې خنډ راولي.

د افغانستان بریښنا شرکت په یوه تازه خبرکې ویلې چې یوازې پنځه کاري ورځې پکاردي چې په سالنګونوکې د بریښنا پرې شوي مزي بیرته وتړل شي او کابل ته بریښنا ورکړي.

د دغه شرکت ویاند وحید الله توحیدي ازادۍ راډیوته وویل چې کارکوونکي یې له سختې جوي اوضاع سره مخامخ دي، خو له دې سره سره توانیدلي په سالنګ کې پر پرې شویو مزو کار وکړي. توحیدي د دغو کارونو نوي پرمختګونه یادوي:

″حدودا یوه پایه له ۱۸ تر۲۰ مترو پورې بافت شوي ده او پر بلې پایې کار پیل شو.

که د هوا وضعیت ښه وي، زموږکارمندان به په پنځو ورځو کې وکولای شي بریښنا له کابل سره وصل کړي.

په دې پنځو ورځو کې به درې ورځې د دوهمې پایې بافت وشي او دوې ورځې به لین کشي وشي چې دغه ۳۰۰ میګا واټه باندې به بیرته کابل سمبال کړای شي.″

له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په سالنګونوکې د وروستیو برفکوچونوله کبله کابل ته د وارداتي بریښنا پایې چپه شوي دي.

د بریښنا شرکت مسولین وایې، دغه پایې په ډیروخطرناکو سیموکې ویجاړې شوي چې له پرمختللو وسایلو پرته یې جوړول ستونزمن کار دی.

دوی زیاتوي چې د چپه شویو پایو د بیارغولو لپاره یې د اوه میلیونه افغانیو په ارزښت نوي تجهیزات اخستي دي.

دا په تیرونهوکلونوکې لومړی ځل دی چې کابل ته د وارداتي بریښنا مزي د سختو توفانونو او برفکوچونو له کبله ویجاړیږي.

د افغانستان د بریښنا شرکت مسولین په پام کې لري د روان کال په اوړي کې د ۳۰۰ میګا واټه په ظرفیت نورې اضطراري پایې په همدغو ساحوکې نصب کړي، ترڅو د احتمالي طبیعي پیښو په صورت کې د دې ستونزې د تکرار مخه ونیسي او کابل ته د اړتیا وړ بریښنا ولیږي.

د افغانستان د برېښنا وزارت وایي، اوس مهال د هېواد نوی فیصده برېښنا وارداتي ده؛ چې له ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان او ایرانه هېواد ته لیږدیږي.

په همدې حال کې یو شمېراقتصاد پوهان پرافغان حکومت انتقاد کوي او وایې، که زیربناوې جوړې شي، نو افغانستان کولای شي تولیدي بریښنا ولري او له دې سره به پر وارداتي بریښنا د میلیونونو ډالرو له لګښت نه هم خلاص شي.

XS
SM
MD
LG