د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

ولسي جرګه او کارپوهان امریکا ته د افغان مشرانو سفر ګټور بولي


د افغانستان د ولسي جرګې ادارې پلاوی او یو شمېر کار پوهان امریکا ته د افغان مشرانو سفر ګټور بولي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی او یو شمیر افغان څيړونکي وایي چې افغان مشران امریکا ته د سفر پرمهال وتوانیدل چې خپل ټاکلي اهداف ترلاسه کړي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا سفر د دې لپاره ګټور و چې افغان مشرانو وکولای شول چې د امریکا د کانګرس او سیاستوالو قناعت راجلب کړي.

نوموړي همدارنګه وویل چې دې سفر د امریکا او افغانستان د اړیکو په پياوړتیا کې هم ګټور رول ولوباوه:

"زما په اند دا سفر ډير ګټور و، معنوي ګټې ډيرې زیاتې وي، خو باید ووایم هغه کومې اړتیاوې چې زموږ دي؛ باید له دې نه د ديرو مرستو ژمنې شوې وای؛ خو په هر حال هغه څه چې د افغانانو او د امریکا د ولس غوښتنې وې؛ خوشبختانه هغه په دې خبرو کې ځای پرځای شولې؛ موږ همدارنګه د نورو ښو اړیکو غوښتونکي یو."

د افغانستان ولسمشر د امریکا د پنځه ورځني رسمي سفر په وروستۍ ورځ د ملګرو ملتونو د انکشافي ادارې یا "یو این ډي پي" له مشرې هیلن کلارک سره په نیویارک کې وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د بهرنیو مرستو د موثریت؛ د انکشافي پروګرامونو، د بشري ظرفیتونو د لوړولو، د ملګرو ملتونو د سازمان د انکشافي ادارې د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

متحده ایالاتوته د افغان ولسمشرله سفر وروسته امریکایي چارواکو هم ژمنه کړې چې اته سوه میلیونه ډالره به له افغانستان سره مرسته وکړي.

د امریکا ولسمشربارک اوباما همدارنګه ډاډ ورکړی چې د ۲۰۱۵م کال ترپایه به خپل نژدې لس زره سرتیري په افغانستان کې پریږدي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني متحده ایالاتو ته د خپل سفر په ترڅ کې له ولسمشر بارک اوباما او نورو امریکایي چارواکو سره وکتل او د چهارشنبې په ورځ یې د امریکا کانګرس ته هر اړخیزه وینا هم وکړه.

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني ته همداراز د امریکا د متحده ایالاتو د سولې د انسټیټیوټ او د اتلانتیک شورا له خوا د "غوره رهبرۍ " جایزه ورکړل شوه.

ښاغلي غني د خپل د سفر پرمهال د ملګرو ملتونو له سرمنشي بانکي مون سره هم کتلې دي.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژيکو مطالعاتو د مرکز رییس روح الله امین آزادي راډيو ته وویل چې دغه سفر یوه ښه زمینه برابره کړه؛ ترڅو امریکا له افغانستان څخه دوامداره ملاتړ وکړي:

"دا یو ډير یو کلیدي او مهم سفر و؛ ظاهراً دا ډير یو بریالی سفر و، د امریکا په کانګرس کې د ولسمشر غني وینا او نورو سیاسینو سره خبرې اترې د امریکا دولت ته ډير یوه ښه زمینه یې برابره کړه چې له افغانستان سره دوامداره ملاتړ وکړي."

یو شمیر افغان څيړونکي وایي؛ که چېرې د ملي وحدت د حکومت مشران کومې ژمنې چې په امریکا کې کړې عملي کړي؛ نو له نړۍ سره به د افغانستان اړیکې پیاوړې پاتي شي.

دوی وایي، حکومت باید د امریکا له مرستو او ملاتړ څخه ښه ګټه پورته کړي او نړۍ ته د لا اعتبار لپاره خپلې چارې ښې او اداري فساد له منځه یوسي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG