د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

هېواد: د سولې له خبرو مخکې اوربند ته اړتیا ده


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیلدیو او لویې څارنوالۍ ته د فرخندې د قتل د دوسیې د لیږولو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

محور:

محور خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي چې افغان حکومت د سولې لپاره ځانګړی میکانیزم رامنځته کوي.

د ورځپاڼې په وینا، ولسمشر غني امریکا ته د سفر پرمهال له خپل امریکایي سیال بارک اوباما سره په خبرو کې د نورو مسایلو ترڅنګ ویلي چې د سولې لپاره به یو ځانګړی میکانیزم جوړیږي او د سولې د میکانیزم جوړېدل ځکه مهم بلل کیږي چې په تخنیکي لحاظ د ډيالوګ لپاره زمینه برابریږي.

ویسا:

بلې خپلواکې ورځپاڼې ویسا، بیا په خپل لومړي مخ کې د اجراییه رییس عبدالله عبدالله د خبرو پربنسټ لیکلي چې ټاکل شوې په راتلونکو څو اونیو کې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې اترې پیل شي.

ورځپاڼې همدارنګه د عبدالله عبدالله هغه خبرې هم را اخستي چې ویلي یې دي؛ دا خبرې سمې نه دي چې ویل شوي د سولې د خبرو په بدل کې د هېواد څو ولایتونه طالبانو ته سپارل کیږي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي چې د سولې له خبرو مخکې اوربند ته اړتیا ده.

د ورځپانې د لیکوال په اند د دې لپاره چې په ریښتیني توګه په افغانستان کې د سراسري سولې لپاره باوري فضا رامنځته شي او په عملي ډول ټول اړخونه دا وښيي چې د سولې لپاره ژمن دي؛ نو افغان دولت ته په کار ده چې د سولې له خبرو مخکې د درې میاشتني اوربند غوښتنه وکړي.

د ورځپانې په وینا چې په دغې موده کې کېدای شي؛ د سولې د خبرو وروستۍ پایلې په ډاګه او د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ شي.

محور:

محور ورځپاڼې په سرمقاله کې بیا لیکلي چې په کابل کې په بې رحمانه توګه له سخت زجر وروسته په شهادت د رسیدلې میرمن فرخندې دوسته لویې څارنوالۍ ته رسیدلې.

د ورځپاڼې په وینا هغه پلټونکی کمېسیون چې د فرخندې د قتل سپیناوې په موخه ټاکل شوی؛ وایي، فرخنده بې ګناه وه او پېښې ټوله محرکه کړۍ د شاه دوشمشېره ولي د زیارت څلور متولیان او ملنګان دي چې درې تنه یې نیول شوې دي.

د ورځپاڼې په وینا، د فرخندې د قتل له دوسيې سره د سیاسي چلند ویره هم له خطره لرې نه ده؛ خو حکومت دې په دې برخه کې اصلي سرچینو ته ځان ورسوي او ټولې هغه رېښې دې افغانانو ته روښانه کړي چې د دې پیښې تر شاه یې پټ لاسونه دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپانې لیکلي چې له فرخندې سره شوی وحشت د هېرېدو نه دی اود افغانستان تاریخ به دا وحشت هېر نه کړي.

د ورځپاڼې د لیکوال په وینا، د دې پیښې عملین باید په عادلانه ډول محاکمه شي او د افغانستان له قوانینو سره سم سخته سزا وویني.

ورځپاڼې لیکلي چې د دا ډول پیښو د تکرار لپاره هم باید د خلکو او دولت له خوا پوره کار وشي او په دې برخه کې باید بنسټيز ګامونه واخستل شي.

XS
SM
MD
LG