د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

په پېښور کې د فرخندې د وژنې پر ضد احتجاجي مظاهره وشوه


د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې مېشتو افغان ځوانانو؛ د دې ښار د ځينو مدني ټولنو غړيو او افغان محصلينو په کابل کې د خلکو له خوا د فرخندې د بې رحمه وژنې پرضد احتجاجي مظاهره وکړه او له افغان چارواکيو يې وغوښتتل چې د فرخندې وژونکي د قانون منګولو ته وسپاري.

دغه مظاهره چې د جمعې په ورځ د پېښور په پريس کلپ کې وشوه؛ پر دې ښار سربېره په کې د خيبر پښتونخوا له بېلابېلو سيمو راغلو لسګونو افغان ځوانانو و پېغلو ګډون کړى و چې د فرخندې د وژنې، مذهبي جنونيت او ترورېزم پر ضد يې شعارونه ورکول او د فرخندې قاتلينو د محاکمې غوښتنه يې کوله.

دوى له افغان ولسشمر محمد اشرف غني غوښتنه وکړه چې د فرخندې د وژلو په تور نيول شوي کسان دې ژر تر ژره محاکه کړي؛ څو په افغانستان کې د ورته پېښو مخنيوى وشي او په راتلونکي کې څوک قانون په لاس کې وانه خلي.

د دغې احتجاجي غونډې يو څو افغان ګډونوالو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

"۱- صفيه ابراهيم خېل یم. موږ چې نن دلته راټول شوي يو؛ د افغانستان له حکومت نه انصاف غواړو او هغوى به موږ ته عدالت او انصاف راکوي؛ ځکه چې دغې ناوړې پېښې د افغانيت او اسلام يو ډېر ناوړه تصوير دنيا ته ښودلى دى؛ دغې پېښې د افغانستان يو دهشت پسنده او دهشت کوونکى قوم هم دنيا ته معرفي کړ. که تر ننه پورې د افغانسان هره پېغله د ملالې په نوم يادېده؛ نو نن نه وروسته به د فرخندې په نوم يادېږي.

٢- قاري معراج نومیږم. کوم ظلم چې زموږ دې خور سره وشو؛ د خلکو په حضور کې، د امنيتي ارګانونو په حضور کې، د ولسشمر د ارګ نه په لږه فاصله کې دا کار وشو؛ دا ډېر غټ ظلم وشو. له ولسمشر نه موږ دا غوښتنه کوو چې ته د عدالت په نوم باندې منتخب شوى يې؛ د عدالت وعدې دې له خلکو سره کړي دي؛ د دغې پېښې مجرمين که هر څوک وي؛ په په غټه سطحه يا وړه سطحه وي؛ بايد محاکمه شي او تر اخري حده دې پسې لاړ شي.

د فرخندې د سوځونې او وژنې په ضد په دغه احتجاجي غونډه کې پر افغان ځوانانو او پېغلو سربېره؛ د پېښور يو شمېر مدني فعالانو هم برخه لرله چې له افغانانو سره يوځاى يې په يوه خوله د فرخندې غم ژاړه او د شهيدې له کورنۍ سره يې يووالى ښوده.

د پېښور يوه مدني فعالې ثناء اعجاز له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

" کله هم چې زياتى شوى دى، نو هغه اکثر د مذهب او کلتور په نامه باندې شوى دى او همېشه له ښځو سره زيات شوى دى. ټول ظلمونه چې کوم کېږي؛ نو هغې کې ټول وګړي، که حکومتي چارواکي وي يا نور، هغه ټول په هغه کې همېشه خاموشه پاتې شي.

دې ځل له موږ غواړو چې څوک هم خاموشه پاتې نه شي او په هغې کلک ودرېږي. که هغه افغان دولت دى يا مدني ټولنې دي، نو ترڅو چې هغو خلکو ته سزا نه وي ورکړل شوې؛ نو زما خيال نه دى چې داسې قسم څيزونو هغوى خلاصى کولى شي."

د احتجاجي غونډې يو بل پېښورى ګډونوال نثار محمد خان بيا وايي چې د فرخندې غم يواځې د کابل نه؛ بلکې د پېښور او آن د ټول انسانيت غم دى:

" دا په کوم ظلم و جبر سره چې د فرخنده شهيدې مرګ وشو؛ نو زه فکر کوم چې د پښتونخوا ټول ولس په دې باندې غمجن دى."

د يادونې وړ ده چې د غونډې په پاى کې د غونډې جوړوونکيو د افغان ولسمشر په نامه يو پرانېستى ليک هم واوراوه چې له نوموړي څخه يې په کې د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال په افغانستان کې د قانون د برلاسۍ په لړ کې د کړو ژمنو د عملي کولو غوښتنه وکړه.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG