د بلخ د مدني ټولنې فعالان د افغانستان په مختلفو سیموکې د مخ پټو وسله والو د حضوراو فعالیت پراخېدو په اړه اندېښنه ښکاروي.
د بلخ ولایت د مدني ټولنې ګڼ شمېرفعالانو د او د سولې د عالي شورا د ولایتي کمېټې استازو په یوه ګډه غونډه کې سره له دې چې د مخ پټو وسلوال د حضور په پراخېدو یې اندېښنه څرګنده کړه، له افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې د یادو وسله والو په وړاندې د مبارزې لپاره یوه تګ لاره مشخصه کړي او د دوی د فعالیت مخ دې ژر تر ژره بنده کړي.
د بلخ ولایت د مدني ټولنې استازي په افغانستان کې د مخ پټو وسله والو د حضور په اړه اندېښنه ښايي او د یادو کسانو وروستي فعالیتونو ته په کتو سره دا مساله نه یواځې د افغانستان بلکې د سیمې لپاره لوی امنیتي ګواښ په ګوته کوي.
د مدني ټولنې ګڼ شمېرفعالانو او د سولې د عالي شورا د ولایتي ګمېټې استازو په یوه ګډه غونډه کې په افغانستان کې د مخ پټو وسله والو کسانو د فعالیت د پراخېدو په اړه یې اندېښنه ښکاره کړه او له دولته یې د یادې ډلې په وړاندې د جدي مبارزې غوښتنه وکړه.
د مدني ټولنې فعالان باورلري چې یاده ډله ترډېره ملکي وکړي په نښه کوي او له دې لارې غواړي پرافغان دولت فشار ور زیات کړي.
یاد مدني فعالان وايي، که په موقع سره یې د حکومت له خوا مخه ونه نیول شي، دا ډله به د سیمې په سطح امنیتي تهدید پراخ کړي.
مدني فعالان د کابل کندهار پرلویه لارد ملکي وکړو وروستیو وژنو او برمته کولو ته په اشاره سره وايي، چې مخ پټي کسان د خپلو اهدافو د تطبیق ترڅنګ د دې په هڅه کې دي ترڅو قومي اختلافات د افغانانو ترمنځ زیات کړي:
"زموږ نننۍ غونډه د دې په اړه وه چې مدني فعالانو غوښتل ترڅو د مخ پټو وسله والو کسانو په اړه خپله اندېښنه شریکه کړې او په دې وروستیو کې د کابل او کندهار پرلویه لاره د انسان تښتونو او وژنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې که دولت یې په موقع سره مخ نیوی ونه کړي، د دې امکان شته چې یاده مساله قومي نفاق رامنځته کړي."
له بل لوري د سولې د عالي شورا د ولایتي کمیټې غړي مخ پټي وسلوال کسان داعش ډلې ته مربوط بولي او زیاتوي چې دا ډله باید افغان حکومت سره د مذاکراتو په خاطرحاضره شي.
د سولې عالي شورا د ولایتي کمېټې لوړ پوړی استازی زلمی یونسي وايي، د یادې ډلې فعالیت به ترډېره دوام ونه کړې او دا به ښه وي چې په موقع سره مخ پټې کسان د سولې خبرو ته حاضر شي.
یونسي عقیده لري چې په تېرو لسیزو کې کومو هېوادونو چې هڅه یې د افغانستان اشغال او د جنګي مفکورې تطبیق په دې هېواد کې وه، ټول له ماتې سره مخامخ شوي او دا ډله هم مخکې لدې چې لوی تهدید ورته پېښ شي باید د سولې مذاکراتو ته مخ را واړوي:
"هغه کسان چې مخ پټي دي او نقاب اغوندي دوی باید وپوهیږي چې د خلکو په وژنو او د تورو جامو په اغوستلو سره نه شي کولای چې وحشت رامنځته کړي، دوی دې د سولې له پروسې سره یوځای شي او د اساسي قانون پر بنسټ دې په ټاکنو کې برخه واخلي."
په داسې حال کې چې د بلخ ولایت د مدني ټولنې فعالان د مخ پټو وسله والو د حضور او فعالیت د پراخېدو په اړه اندېښنه ښايي، خو په عین وخت کې بیا د سولې عالي شورا په یادې نا پېژندل شوې وسلوالې ډلې غږ کوي ترڅو د سولې خبرو ته حاضر او د اساسي قانون سره په مطابقت کې دې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.
مجیب الرحمن حبیب زی، بلخ