د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

اشرف غني: له شکنجه شوو طالبانو څخه بخښنه غوښتل پکار دي


افغان ولسمشر وايي، په داسې لاروچارو غورپکاردی څو له هغو طالبانو څخه بخښنه وغوښتل شي چې شکنجه شوي، ربړول شوي او ناسم چلن ورسره شوی دی.

نوموړې دا څرګندونې په واشنګټن کې د سولې په څیړنیز انسټیټوټ کې د وینا پرمهال کړي.

ولسمشرغني د چارشنبې په ورځ وویل، د شکنجې او ناسم چلن له کبله د طالبانو یو شمېرغړي پرځای نارضایتي لري او دا ضروري ده چې له دوی څخه د بخښنې لپاره یوه لاره وموندل شي او ملي ټپونه پټۍ شي.

ولسمشرغني په دې برخه کې د جنوبي افریقا او رونډا د پخلاینې پروسې د بیلګې په توګه یادې کړې چیرې د پخلاینې کمیسونونه وتوانیدل ترخې ماضۍ پاکړي.

په واشنګټن کې د خبرو پرمهال ولسمشرغني د حکومت د وسله والو مخالفانو سره سوله حیاتي وبلله او زیاته یې کړه چې یو شمېرطالبان پر ځای نارضایتۍ لري.

هغه وویل، خلک په درواغو زنداني شوي او شکنجنه شوي.

د ولسمشرغني په وینا په شخصي کورونو کې زنداني شوي او په شخصي زندانونو کې شکنجه شوې دي.

ولسمشرغني زیاته کړې:

″دې کسانوته باید څنګه وویل شي چې پرې خواشینې ياست.″

خو ایا له وسله والو طالبانو سره په تیروڅوکلونوکې داسې چلن شوی دی چې باید پرې بخښنه وغوښتل شي.

دا پوښتنه مې د کابل پوهنتون له استاد ودیرساپي څخه وکړه.نوموړې وویل:

″اته زره( طالبان ) یې په دښتې لیلی کې ژوندي ښخ کړل، زرګونه یې په کانتینرولو کې ووژل، دا جنایات نه دی څه شی دی.

تاسو په دې برخه کې د بخښنې د نړېوال سازمان راپورونه وګورئ د طالبانو د راپرزیدو راهېسې له تصویرونو سره هغه جنایات په ډاګه کړي چې شوي دي.″

ولسمشرغني د امریکا د سولې په څیړنیزانستیوت کې د وینا پرمهال د امریکا د سنا د کمیټې هغه راپور وستایه چې وايي، د سیپټمبرد یوولسمې نیټې له بریدونو وروسته د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې یا سي اۍ اې ترهغه لا ډیرسخت چلن او ربړونه کړې چې دا ادره یې مني.

ولسمشرغني په دې برخه کې د جرګو او شوراګانو پر بنسټ د افغانستان دودیزعدلي سیستم ته اشاره وکړه او په دې برخه کې د شخړو په سیمه کې د تیږې ایښودو یادونه وکړه چې د کلونو لپاره اېښودل کیږي او په دې موده کې ټولنې بیرته جوړیدلی شي.

هغه په اروپا کې له دویمې نړېوالې جګړې وروسته د یو بل په وړاندې د ترخو هیرولو ته په اشارې وویل:

″سوله یعنې بخښنه″

ولسمشر وویل، نوموړی به د بې ګنا کسانو ځورول ونه زغمي او که هرڅوک په د کې ښکیل وي لرې به یې کړي، خو دده په وینا پخواني کلونه ډیر پیچلې وو.

نوموړې ټینګار وکړه چې موږ د ماضي په لټه خپل راتلونکی نه شو قرباني کولی، موږباید توازن رامنځ ته کړو.

که چیرې یوازې په ماضي پسې ګورو نوخپل راتلونکی به مو ویجاړ کړی وي.

ولسمشرغني دا خبرې امریکا ته د خپل څو ورځني سفر پر مهال کړي.

نوموړی په دې سفرکې هڅه کوي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ هغه اړیکې بیرته کوشیرکړي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې خړې پړې شوې وې.

نوموړی له ربړول شویو طالبانو سره د خواشینۍ مساله په داسې حال کې راپورته کوي چې په دې وروستیو کې افغان او پاکستاني چارواکو ویلي، وسلوالو طالبانو د سولې خبرو ته د کیناستو نښې نښانې ښودلې دي.

XS
SM
MD
LG