د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

خوست ته له پېښوره ډاکټران ورغلي


د خیبرپښتونخوا له پېښور ښارڅخه د داخله او جراحي ناروغیو د ډاکټرانو یوه ډله خوست ته راغلې، ترڅو د دې سیمې هغه شمېر ناروغانو درملنه وکړي، چې دوی پيښورته د درملنې او تداوۍ له پاره د خپلو ناروغانو د بیولو اقتصادي توان نه لري او یا په لاره کې يې د تګ او راتګ ستونزې درلودې.

په دې وروستیو کې د خوست یو شمېر ناروغانو او ناروغ لرونکو، چې د مشال راډيو روغتیايي خپرونه اوري، د دې خپرونې د موظف ډاکټر او نورو قابیلو پاکستاني ډاکټرانو څخه په مکرره توګه غوښتنه کوله، چې د څو ورځو د پاره خوست ته ورشي او له نږدې د دوی د بیمارانو درملنه وکړي.

د داخله او عصبي ناروغیو په برخه کې د دې ډلې د ډاکټرانو مشري ډاکټر محمد عرفان الله او په جراحي څانګه کې سرجن ډاکټر شیرایوب خان وزیر کوي.

د پنجشنبې په ورځ سلګونه بیماران د خوست ښار مزمیل سرای ته راغونډ ول، تر څو د خپلو بیماریو درملنه وکړي.

دې ډلې ډاکټرانو ته له سلګونه کېلومتره لیرې له چمن او لوی کندهار، د افغانستان د شمالي ولایتونو او د افغانستان د سویل ختیزو ولایتونو نه بیماران راغلي او یا يې مخکې له مخکې د کتنې نمرې اخیستي او خوست ته په لاره دي.

د پکتیکا ولایت دوه تنه اوسیدونکې چې دې ډله ډاکټرانو ته راغلي مشال راډيو ته داسې وايي:

″زه محمدایوب یم د پکتیکا د ولایت، د مشال راډيو څخه ډاکټر صیب غږیده او د هغه له طریقه موږ دلته خوست ته راغلو، ډېرې ښې معاینې يې وکړې، زموږ یو ملګری وو، چې په اعصابو کې يې ډېره کمزوري وه، په ډېرو ډاکټرانو کې يې علاج نه کېده، خو چې ده ته راغلو بیخي ښه شو.

۲-زه مولاداد نومیږم د پکتیکا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ اوسیدونکې یم، ډاکټر صیب محمدعرفان ډېر زبردست ډاکټر دی، زه د مشال راډيو له لارې خبر شوم، زه ډېرو ډاکټرانو باندې وګرځیدم خو ده سره مو درملنه وشوه، ډېر زبردست ډاکټر دی او ډېر ښه اخلاق لري.″

سرجن ډاکټر شیرایوب خان وزیر د خپل ټیم او ناروغانو په اړه وویل، چې دوی به د تداوۍ تر څنګ په ډېر لږ لګښت د جراحۍ د برخې یو شمېر اپریشنونه هم وکړي.

د مشال راډيو د روغتیايي خپرونې ډاکټر محمدعرفان الله د دې پوښتنې په ځواب کې چې مراجعین يې څه ډول بیماریو اخته دي داسې وویل:

″تر اوسه مو چې کوم بیماران ولیدل، په دې کې د معدې د سوزش او یا په لویو کولمو کې زخم، ډېفرېشن، د بې اولادۍ یا هغه کسان چې اولادونه يې ضایع کېږي، د حمل په وخت کې یا د پیدايښت نه وروسته په دوولسو ورځو کې، د ملا درد مریضان راغلي دي، د جنسي کمزوریو بیماران راغلي دي او ځني داسې دي، چې عصبي کمزوری لري، کنځل کوي او یا نورو ته لاس اچوي.″

ټاکل شوې یاد پيښوري ډاکټران څو ورځ خوست کې پاتې شي، دوی به همدارنګه په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو د بیمارانو علاج ته هم ورځي او د دوی د بیماریو، تشخیص او درملنه به کوي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG