د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

اوباما له افغانستانه وتل ورو کوي


فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې: اوباما له افغانستانه وتل ورو کوي – ترسرلیک لاندې یو مضمون خپورکړی اود پيل په کرښو کې یي لیکي:

د افغانستان جمهوررئیس اشرف غني له څو میاشتو راهیسي په ډاګه چنې وهلې چې سپینه ماڼۍ باید له افغانستانه د خپلو عسکرو پلان شوي ایستل ورو کړي. د ده دې هلو ځلو نتیجه ورکړه.

خپرونه لیکي:

د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما د سې شنبې په ورځ وویل، په راتلونکو دووکلونو کې به له افغانستانه د خپلو عسکرو ایستل ورو کړي، خو په خپل هغه پلان به ټینګ ودریږې چې تر ۲۰۱۷ م کاله پورې به ټول امریکایي ځواکونه له دې هېواده ووځي.

فارین پالیسي زیاتوي، د نوي مهال ویش له مخې به د روان میلادي کال تر پایه ۹۸۰۰ امریکایي عسکرپه افغانستان کې پاته وي.

جمهوررئیس اوباما مخکې پلان درلود چې ۵۵۰۰ عسکربه د ۲۰۱۵ کال تر پایه په افغانستان کي پریږدي.

خپرونه لیکي:

د نوي پلان له مخې به د امریکا متحده ایالات په کندهار او جلال اباد کې دوې سترې پوځې اډې وساتي، په دې سیمو کې د طالبانو ګواښونه هم ډیر دي.

د فارین پالیسي خپرونې په باور، د ښاغلي اوباما دا پریکړه د جمهور رئیس غني لپاره یو ښکاره بری دی.

جمهور رئیس غني سخت کارکړی او داسې یي وښودله چې له پخواني جمهور رئیس حامد کرزي سره بیخي توپیر لري .

کرزي یو لانجمن مشر و، کله به یي ویل چې ټول امریکایي عسکرباید له افغانستان څخه ووځي او کله به یي په متحده ایالاتو تور لګاوه چې له اړتیا پرته له ظالمانه کړنلارې یا تاکتیکونو کار اخلي او حتی یو وخت یي دا ګواښ هم کړی و چې له طالبانو سره به یو ځاي شي.

کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼې:

یوه وژل شوې افغانه ښځه څنګه په غیراحتمالي ډول د ښځو د حقونو قهرمانه شوه؟

ترسرلیک لاندې یو مضمون خپورکړی او په یوه برخه کي یي راغلي:

فرخندې به هره ورځ سر تر پښو تورحجاب کاوه او اسلامې زده کړې یي کړې وې.

د هغې د پلار په وینا، لور یي غوښتل چې ښځه باید علم زده کړې ترڅو په ښه ډول خپل اولاد وروزي، د کور چارې ښې تنظیم کړې او خپل خاوند او کورنۍ خوشحاله وساتي.

خو فرخنده په مړینې، د ښځو د حقونو د دفاع او د قانون د حاکمیت قهرمانه شوه.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

یو شمېرکسانو په ډيرې بي رحمې فرخنده د دوو ساعتونو لپاره په وهلو ووژله، موټر یي ورباندې تیرکړ، د کابل سیند ته یي د هغې مړی وغورځاوه او اور یي ورواچاوه.

دا په داسې حال کې چې د پولیسو ماموریت ته د پیښې له ځایه د پښو پنځه دقیقې مزل دی او پولیسو نوموړې له دي وحشیانو څخه ونه ژغورله.

XS
SM
MD
LG