د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

کابل: په نننۍ انتحاري حمله کې ۶ تنه وژل شوي او ۳۱ ټپیان دي


د کابل امنیې قومندان وایي چې په نننۍ انتحاري حمله کې شپږ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

عبدالرحمان رحیمي د پیښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې حمله د یوه کرولا موټر په وسیله چې چاودیدونکي مواد په کې بار وو؛ شوې ده او زیاته یې کړه چې وژل شوي او ټپیان هم تول عام وګړي دي.

دغه حمله نن د څلورنیمو بجو په شااوخوا کې د مراد خانیو په سیمه کې د دوهمې امنیتي حوزې دروازې ته نږدې وشوه.

په چاودنه کې د عامو کسانو شااوخوا لس موټر هم ویجاړ شوي دي.

تراوسه چا د حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

پخواني معلومات:

د کابل د دویمې امنیتي حوزې دروازې ته نږدې چاودنه مرګ ژوبله هم لري.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د عیني شاهدانو په حواله وایي چې شااوخوا پنځلس عام خلک یې لیدلي چې وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

تراوسه امنیتي چارواکو په سیمه کې له خبریالانو سره خبرې نه دي کړي؛ خو عیني شاهدان وایي چې حمله د یوه کرولا موټر په وسیله، چې چاودیدونکي مواد په کې بار وو؛ شوې ده.

د حملې مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

پخواني معلومات:

د کابل دوهمې حوزې ته څېرمه د مراد خاني په سمه کې یوه درنه چاودنه شوې ده.

تر اوسه د چاودنې د هدف او څرنګوالي په اړه معلوما ته نشته.

جزیات به لږ وروسته له تاسو سره شریک شي.

XS
SM
MD
LG