د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

په نږدې راتلونکي کې به ټولو ولایتونو ته نوي والیان وګمارل شي


د افغان حکومت د کابینې د نویو غړیو له معرفي کېدو سره، دا هیلې پیدا شوي چې حکومت به ولایتونو ته نوي والیان وګماري.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مسوولین وايي؛ ولایتونو ته د نویو والیانو په ګمارلو کارروان دی او په لږه موده کې به ټولو ولایتونو ته نوي والیان وګمارل شي.

د سیمه ییزو ارګانونو مرستیال فرید مامون زي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"یوه ستونزه شته چې سرپرست والیان پخواني صلاحیتونه نه لري؛ له کابو شپږو میاشتو راهیسې په ولایتونو کې چارې په سمه توګه پرمخ ځي او کومه جدي ستونزه یې نه ده پیښه کړې؛ بیاهم د والیانو پر ټاکلو کارروان دی او ښايي دوه یا درې اوونۍ ونیسي."

د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني د خپل کار په لومړیو کې د یوه فرمان په صادرولو سره؛ د هېواد د څلوردېرشو ولایتونو برحال والیان؛ د سرپرستانو په توګه وګمارل او ژمنه یې وکړه چې ټولو ولایتونو ته به نوي والیان وګماري.

خو په دې ترڅ کې تراوسه یوازې کندز؛ فراه او پکتیکا ولایتونو ته نوي والیان ټاکل شوي دي.

دا په داسې حال کې چې سرپرست والیان د قانون له مخې هغه صلاحیتونه نه لري چې والیان یې لري.

ځینې سرپرست والیان، د سرپرستانو په توګه خپل موجودیت موثر نه بولي او وايي چې په دې توګه د خلکو ستونزې نه شي اوارولی.

د همدغو دلایلو پر وړاندې کولو سره په تېرو شاخوا دوو اونیو کې لومړی د کابل والي عبدالجبار تقوی او ورپسې د ننګرهارو الي مولوي عطاءالله لودین له خپلو دندو څخه استعفاوې وکړې.

خلک او کارپوهان وايي، کوم دولتي مقام چې صلاحیت ونه لري او په ډیرو مواردو کې پریکړې نه شي کولی؛ خلکو ته هم لازم خدمات نه شي کولی.

د سیاسی او ټولنیزو چارو پوه داود مایار ازادي راډیو ته وویل؛ دولت باید وخت ضایع نه کړي او ژر تر ژره دغه اداري نیمګړتیا پوره کړي:

"د حکومت پر چوکاټ کې دا یوه خلا ده؛ پرسرست والیان صلاحیتونه نه لري. دې کار دوه ستونزې پیښې کړي، یوه دا چې د حکومت توانمندي یې ترپوښتنې لاندې راوستې او بله دا چې خلکوته یې ستونزې پیښې دا ځکه چې خلک والي ته مراجعه کوي او والي پریکړه نه شي او صلاحیت نه لري؛ نو ستونزه به څنګه حل شي؟"

جمهور ريیس اشرف غني د تېر لمریز کال د حوت په شپاړمه د ولسي جرګې د نوي تقنیني کال د پیل پرمهال ولسي جرګې ته په خپله وینا کې ډاډ ورکړ چې د دې جرګې د اداري پلاوي له بشپړېدو وروسته به نوې کابینه ورمعرفي کړي او ورپسې به والیان هم وټاکي.

خلک وايي، اوس چې د ولسي جرګې اداري پلاوی هم ټاکل شوی؛ حکومت باید د والیانو په ټاکلو کې ځنډ ونه کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG