یو شمیر لویدیځو ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې امریکا ته د افغان ولسمشر د سفر په اړه مقالې او لیکنې خپرې کړې دي.
نیویارک ټایمز:
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا امریکا ته د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د وروستي سفر او د اوسني ولسمشر اشرف غني د لومړي سفر ترمنځ ډیر توپیر دی؛ ځکه پخواني ولسمشر د امریکا په اړه په انتقادي او اعتراضي بڼه خبرې کولې؛ خو ولسمشر غني خپل سفر په ډېرو صمیمانه عباراتو پیل کړ. نوموړي وویل، هغه وخت رارسیدلی چې افغانستان لپاره د امریکا د تحفي چې په سخاوت ډالۍ شوه؛ قدرداني وشي.
هیومن رایټس واچ:
د هیومن رایټس واچ خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې امریکا ته د ولسمشر غني سفر او په افغانستان کې وروستۍ پېښې څیړلې او ویلي یې دي؛ امریکا باید له افغانستان سره په خپلو اړیکو او مرستو کې د بشري حقونو مساله هیره نه کړي.
د بشري حقونو د څار دا ډله په خپله لیکنه کې د امریکا په امنیتي ستراتیژۍ کې د ستونزو په اړه خبرداری ورکوي او وايي امریکا او افغان حکومت باید هغه کسان چې پر خلکو په فشار راوړلو او د بشري حقونو په سرغړاویو کې لاس لري؛ یو ځل بیا صحنې ته را نه ولي او د هغوی ملاتړ دې نه کوي.
ګڼو لویدیځو ورځپانو په کابل کې د فرخندې په نوم د یوې نجلۍ د وژلو مساله هم څیړلې او په دې اړه یې یو واربیا ګڼې لیکنې خپرې کړې دي.
انډپنډنټ:
د بریتانیا انډپنډنټ ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې لیکلي؛ د فرخندې وژل د دې سبب شول چې ښځې را ووځي او د چارو واګي خپله په لاس کې واخلي.
دې ورځپاڼې ویلي، د افغانستان په ډېرو سیمو کې چې ښځې له خپلو کورونو څخه نه شي راوتلې؛ خو یو شمېر افغان ښځو د فرخندې په وژلو د اعتراض او د هغې له کورنۍ سره د خواخوږۍ په توګه یې د نوموړې جنازه پر خپلو اوږو پورته کړه او تر قبره یې یوړه.
د ورځپاڼې په وینا، د ښځو له خوا د جنازې پورته کول داسې څه دي چې په افغانستان کې یې د مخه تر دې بیلګې نه دي لیدل شوي.
ګارډین:
د ګارډین ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې لیکلي؛ که څه هم د فرخندې پر وژل کېدو د غوسې ډکې نارې او اعتراضونه نه شي کولی؛ قرباني شوې بېرته راستنه کړي، خو د خلکو همدردۍ، غمشریکۍ او اعتراض د فرخندې کورنۍ تر یو حده ارامه کړې ده؛ ځکه هغوی په داسې یو لوی ویر کې چې د څو تنو جهالت یې د رامنځ ته کېدو سبب شو؛ یوازې نه ویني.
دوی اوس په زرګونو خلک خپل شا او خوا ګوري چې له دوی سره یو ځای اوښکې تویوي او د عدالت غوښتنې غږ پورته کوي.