د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

له امریکا سره په ریښتیا د دوستۍ نوی پړاو پیل شوی؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب امریکا ته د ولسمشر اشرف غني د سفرلاسته راوړنو او د ۲۷ کلنې فرخندې د بې رحمانه وژلو په اړه غبرګونونو ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې امریکا ته د ولسمشراشرف غني د سفرپه اړه یوه مطلب کې لیکلي، چې له امریکا سره د حامد کرزي په پرتله د اشرف غني اړیکې غوره او مختلفې دي.

په دې مطلب کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په حواله لیکل شوي، چې غني او عبدالله داوړه ښه شریکان دي، خو له امریکا سره د اړیکو په اړه مختلف لید لوري لري.

په دې مطلب کې راغلي، چې د افغانستان په څیر بې وزله هېواد د امریکا همکاریو ته اړتیا لري، خو لیکوال ویلي، چې په دې اړیکو کې امریکا مغرضانه او غیرمسئولانه چلند کوي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه خپله سرمقاله په یوې پوښتنې پیل کړې، چې ایا له امریکا سره په ریښتیا د دوستۍ نوی پړاو پیل شوی؟

په سرمقاله کې راغلي، چې اوس ټول خلک په دې باور دي، چې پخواني ولسمشرله امریکا سره اړیکې خرابې کړې، خو اوسنی ولسمشر یې بیرته پيوندوي.

د سرمقالې لیکوال وایي چې له امریکا سره دا تودې اړیکې تلپاتې کېدای نه شي، ځکه د حامدکرزي د واک په لومړیو کې هم له امریکا سره اړیکې ښې وي، خو وروسته ترینګلې شوې.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ همکاري بنسټیزه ده.

ورځپاڼې د اشرف غني هغه خبره را اخیستې چې امریکایي چارواکو ته یې ویلي تاسو هر یوه د افغانستان د خلکو په زړونو کې ښې خاطرې پریښي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د فرخندې له شهادته باید سیاسي او سلیقوي ګټه وا نخیستل شي.

ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي چې فرخنده د څو جاهلو کسانو او د فرهنګي فقر ښکار شوه.

سرمقاله لیکوونکي ویلي چې حکومت او اړوند ارګانونه باید له دې موقع ښه ګټه پورته کړي او د خلکو په عامه پوهاوي او د ذهنیتونو په روښانه کولو کې ښه رول ولوبوي.

لیکوال ویلي، له دې قضیې نه باید سیاسي ګټه وانخیستل شي.

XS
SM
MD
LG