د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

"ځينو تعویذ لیکونکو منلې چې "فرخندې" قران شریف نه و سوځولی"


د افغاستان د کورنیو چارو وزارت وایې د دوي څیړني ښیې چې فرخنده د هغو تعویذ لیکونکو د پارونې په نتیجه کې ووژل شوه چې دې ورسره مخالفت کاوه.

د کورنیوچارو وزارت د جنایې تحقیقاتو رییس جنرال ظاهرظاهر د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل چې فرخنده تر وژل کیدو مخکې چې څو ورځې دغه سیمې ته تله، هلته به یې خلکو ته نصیت کاوه څو تعویذ وانخلي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، اکثره هغه کسان نیول شوي چې د قران شریف د سوځولو په تور یې د فرخندې په وژنه کې لاس درلود.

د دغه وزارت د جنایې تحقیقاتو رییس جنرال ظاهرظاهرازادۍ راډیو ته وویل، اته ویشت کسان یې نیولي چې د دې پيښې په پارولو کې ښکیل و او د پيښې په ارتباط له شاوخوا شلو پولیسو څخه هم څيړني جریان لري.

ښاغلی ظاهر وایي، ځينو تعویذ لیکونکو دا منلې چې فرخندې قران شریف نه و سوځولی:

″څه چې نن د تحقیقاتو په نتیجه کې معلومه شوې، فرخنده کله چې دوې درې ورځې دغلته تله، په اصطلاح دعوت کونکې و او تعویذ لیکونکو ته یې ویل چې تاسو ښه کار نه کوئ.

د فرخندې له سوابقو معلومیږي چې اکثرا به یې خلک نیکۍ ته دعوت کوله او یوه متدینه نجلۍ و.″

نوموړی همدا راز وایې چې د پيښې د لاښه روښانه کولو لپاره به له لویې څارنوالۍ څخه یوه اونۍ وخت واخلي.

اووه ویشت کلنه فرخنده نږدې یوه اونۍ مخکې د قران پاک د سوځولو په تورلومړی د خلکو له لورې په وهلو ووژل شوه او بیا یې جسد ته اور واچول شو.

په همدې حال کې د حج اوقافو وزارت وایې، پرداسې یو طرزالعمل یې کارپیل کړی چې په پلي کېدو سره به د تجارتي او خرافاتي تعویذګرانو مخه ونیول شي.

د افغانستان د عالمانو شورا هم له حکومته غواړي، هغه تعویذ لیکونکي له واټونو لرې کړي چې په تعویذونو سوداګري کوي.

د فرخندې وژنې په افغانستان کې د خلکو او بیلابیلو ډلو سخت غبرګون را پارولی او ټول دا غوښتنه لري چې حکومت باید په دې اړه په ریښیتنې توګه عدالت پلی کړي او نور د دا ډول پيښو د تکراریدو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG