د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۵۱

په ميدان وردګو کې وسله والو ديارلس تنه مسافر وژلي


د ميدان وردګو چارواکي وايي، وسله والو دغه بريد تېره شپه ناوخته د کابل کندهار پر لويه لاره، په سيداباد کې د مسافرو پر دريو موټرو کړی دی.

دغه موټر له کابل څخه د غزني پر لور روان وو او په هفت اسياب سيمه کې ورباندې ډزې شوې دي.

په بريد کې تر اوسه پورې د يوې ښځې په ګډون ديارلس تنه وژل شوي او دوه نور ورڅخه ژوندي وتلي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، وسله والو پر يوه درې سوه درې، يوه مازدا او يوه هينو موټر دغه بريد کړی دی.

دی وايي، په وژل شويو کسانو کې يوه ښځه او په ټپيانو کې د هماغې ښځې زوی شامل دی.

دا مهال په بريد کې ټپي شوي کسان غزني او ميدان ښار ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي او روغتيايي حالت يې هم د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د سيمې امنيتي چارواکي دغه کار د طالب وسله والو کار بولي، خو طالبان يې پر ځان نه وراړوي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، وايي، دا کار به کومې استخباراتي کړۍ کړی وي، خو نوم يې نه اخلي.

سيدشاه سقيم

XS
SM
MD
LG