د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۴۷

لویه څارنوالي وايي د فرخندې په اړه عدالت عملي کوي


لویه څارنوالۍ وایي چې د قران پاک د سوځولو په تورد وژل شوي فرخندې د قتل په موضوع کې به عدالت په پام کې ونیول شي.

د لویې څارنوالۍ سرپرست نورحبیب جلال نن ″د سې شنبې په ورځ″ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وویل چې دوی په دې برخه کې د کشفي ارګانونو څیړنو ته منتظر دي.

د مشرانو جرګې غړیو هم له حکومته وغوښتل چې د دې پيښې د څرنګوالي په اړه څیړني وکړي او جزیات یې له خلکو سره شریک کړي.

د هرې ورځې په تیریدو سره د فرخندې د وژنې په قضیه کې د عدالت د پلي کېدو غوښتنې مخ په زیاتیدو دي.

اوس د افغانستان لویه څارنوالۍ د دې موضوع په څیړنه کې د پوره عدالت د عملي کېدو ډاډ ورکوي.

دا خبره د لویې څارنوالۍ سرپرست نورحبیب جلال د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وکړه.

″زه د لویې څارنوالۍ د ادارې په استازیتوب تاسو ته ډاډ درکوم چې په دې موضوع کې به اسنادوته په کتو او د محمدي شریعت او د هېواد د قوانینو په چوکاټ کې په واقعي معنې عدالت پلی کړو.″

ښاغلي جلال همداراز ژمنه وکړه چې د دې پیښې ټول جزیات به معلوم او له خلکو سره به یې شریک کړي.

اووه ویشت کلنه فرخنده تیره پنجشنبې د شاه دوشمشره جومات ته نږدې د قران شریف د سوځولو په تورلومړی د خلکو له خوا په وهلو ډبولو سره ووژل شوه او وروسته یې مړي ته اور واچول شو.

دې پيښې د عامو خلکو او بېلابېلو مدني ټولنو سخت غبرګونونه راوپارول او جمهوري ریاست هم د پيښې د څیړلو لپاره یو کمیسیون موظف کړ.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي سره له دې چې د پيښې د عاملینو محاکمه او هغوی ته د سختې جزا غوښتنه کوي، پر پولیسو هم انتقاد کوي چې د دې پيښې په مخنیوي کې یې بې پروایې کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت هم دا مساله تاییدوي او وایې چې د دې پيښوله عاملینو او د پيښې په سیمه کې د موجودو پولیسو څخه یې څیړنې پيل کړي دي.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار وایې چې حکومت باید د دې پيښې په اړه ټول جزیات له خلکو سره شریک کړي.

ښاغلی مسلیار وایې چې لومړی باید حکومت خپلې څیړنې بشپړي کړي او وروسته د حقایقو په رڼا کې عدالت پلی شي:

″د فرخندې په موضوع کې که اوس سړی کوم قضاوت کوي هم د اوښکو او جذباتو پر اساس یې کوي.

راځئ حکومت پریږدئ خپل کارته څو حقایق معلوم شي. مظلومیت د فرخندې لا واضح شي.

د هغې وروسته به موږتاسو منحیث د فرخندې د ورونو دا موضوع تعقیبوو.″

د مدني ټولنو فعالان له حکومته غواړي چې د عامو خلکو د ذهنونو د روښانه کولو لپاره کار وکړي او پرې نږدې چې دا ډول پيښه بیا رامنځ ته شي.

دې موضوع خلک هم اندیښمن کړي او د دې پيښې د روښانه کولولپاره د حکومت د جدي اقداماتو غوښتنه لري.

XS
SM
MD
LG