د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

ملي ارمان: د فرخندې د قتل عاملان باید ونه بخښل شي


کابل چاپ نننیو بېلابېلو ورځپاڼو امریکا ته د افغان ولسمشراو اجرايي رییس د سفراو د فرخندې د قتل په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

هېواد دولتي ورځپانې د افغان ولسمشرغني له قوله لیکلي افغانستان او امریکا ګډې ګټې لري.

یاده ورځپاڼه لیکلي ټاکل شوې نن ولسمشرغني له اوباما سره په کتنه کې د نورو موضوعاتو په سر کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال ویش خبرې وکړي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د افغانستان او امریکا اړیکې او دوه اړخیزې همکاري ډېرې مهمې دي او دواړه هېوادونه ګډې ګټې لري.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې ترټولو مهمه دا ده، چې دواړه لوري پر امنیتي او ستراتیژیکو تړونونو کار پیل کړي.

د لیکوال د معلوماتوله مخې پر امریکا انتقادونه دا دي، چې د دغه تړونونو ژمنې یې نه دي پلې کړي او هڅې روانې دي چې امریکا اړه شي چې له افغانستان سره یې پر هوکړو عمل وکړي.

بلې دولتي ورځپانې انیس په خپلې سرمقالې کې لیکلي افغانستان په داسې وضعیت کې دى چې له تمویل کوونکو هېوادونوپه ځانګړې توګه له امریکا سره خپلې اړیکې باید پياوړې کړي.

د سرمقالې د لیکوال په باورپه افغانستان کې دوامداره سوله د امریکا امنیتي او ډیپلوماټیک ژمنو او ملاتړ ته اړتیا لري.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي امریکا ته د افغان مشرانو سفرځکه مهم دي چې د افغانستان له اړخه داسې کومه غوښتنه نه کېږي چې امریکا یې نه غواړي.

د لیکوال په باور نوله همدې امله دا سفربه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضورله تداوم پرته کومه بله مهمه لاسته راوړونه ونه لري.

کابل چاپ نو ورځپاڼو بیا د فرخندې د قتل په اړه لیکنې کړي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورخپاڼې لیکلي د فرخندې د قتل عاملان باید ونه بخښل شي.

همدې ورځپاڼې د افغانستان د کورنیو چارو وزیرله قوله لیکلي د فرخندې د قتل په تور ۲۶ تورن کسان نیول شوي دي.

ملي ارمان په خپلې سرمقالې کې لیکلي، د حج او اوقافو وزارت باید د هغه کسان چې د دیندار او ملا په لباس کې د خلکو له حق سره جفا کوي مخه ونیسي.

بلې خپلواکې ورځپانې ویسا د دیني عالم مولوي احمدالله موحد له خولې لیکلي، فرخنده یوه مسلمانه وه او له هغې سره ظلم شوی او عاملین یې باید سنګسار شي.

همدې ورځپاڼې د ولسي جرګې د منشي له قوله لیکلي فرخنده په نشه یي موادو، روږدو لنډغرو له خوا وژل شوې ده باید د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.

ترتیب کوونکې: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG