د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

د سنګاپور لومړی صدراعظم د ۹۱ کلونو په عمر مړ شو


د سنګاپور لومړی صدراعظم د ۹۱ کلونو په عمر مړ شو. لي کوون هغه سړی و چې د سنګاپور کوچنی هېواد يې د بریتانیي له استعماره وژغوره او د نړۍ په یو لوی اقتصادي او تجارتي مرکز يي بدل کړ.

په مړینه یې ډير وطنوال او نړېوال غمجن دي او د نړۍ مشرانود غمرازي پیغامونه استولي دي.

د امریکا جمهوررئیس د سنګاپور پخوانی صدراعظم چې دیرش کاله یې د خپل هېواد خدمت وکړ یو سترتاریخي شخصیت وګاڼه چې د بارک اوباما په وینا د نړۍ نورو مشرانو د پرمختګ او اداري په برخه کې کلونه د هغه له مشورو ګټه اخیستي.

کوون لي په بریتانیه کې حقوق او سیاسي علوم لوستي وو او د خپل ژوند په وروستیو کلونوکې یې سیاست پریښی وو، خو بیا هم د خپل زوی لي هیسن په حکومت کې یو با نفوذه شخصیت وو.

صدراعظم لي هیسن د خپل پلارد مړینې په مناسبت تلویزیوني وینا کې وویل:

″موږ د خپل ملت یوبنسټ ایښودونکې له لاسه ورکړ.

هغه د موږ الهام بخښونکې وو، موږ یي زړورکړو، د موږ ساتنه یې کوله او دې مرحلې ته یې را ورسولو.

هغه د موږد خپلواکې لپاره هلې ځلې وکړې.

د موږ هېواد یې له هیڅ نه جوړکړ او موږته یې دا ویاړ وبخښه چې اوس سنګاپوريان یو.موږبه د هغه په څیربل څوک ونه وینو.″

د سنګاپورګڼو خلکو په تیرو ورځوکې چې پخوانی صدراعظم بیمار او په روغتون کې بستر وو د روغتون مخې ته د ګلانو ګېډۍ کېښودې.

د لوسویان په نامه یوه ۶۴ کلن سنګاپوري رویترزخبري اژانس ته وویل:

″زه ډیرغمجن یم. هغه د ماهیله او امید وو.

هغه ماته، د ما کورنۍ او ټولو ته ښه وو.

هغه سنګاپورله صفر نه اوسنۍ مرحلې ته راورساووه.″

د سنګاپور د دفترونو سلګونه کارکوونکې د هغې ورځپاڼې اخیستلو لپاره کتارونو کې دریدلي وو چې د پخواني صداعظم د مړیني په مناسبت یې خاصه ګڼه خپره کړه.

د چېن ولسمشر، شي جین پينګ د سنګاپورد پخواني صدراعظم کوون لي مړینه د سنګاپور او نړۍ لپاره یوه لویه ضایعه وګڼله.

دغه راز د امریکا جمهوررئیس وویل چې د اقتصاد او ادارې په برخه کې د لي کوون نظریې ټولو نړېوالو ته د درناوي وړدي.

باراک اوباما زیاته کړه چې د تیر او اوسني نسل ډیرو مشرانو د هغه مشورې پلې کړي او کوي یې.

دغه راز د روسیې جمهوررئیس ویلادیمیر پوتین هم د سنګاپورد دغه مشر د مړیني په مناسبت غمرازي څرګنده کړې.

XS
SM
MD
LG