د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

امریکا وایي: غني، حامد کرزی نه دی


زیات شمېرلویدیځو ورځپاڼوامریکا ته د افغانستان د جمهور رئیس اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سفرپه اړه مضمونونه او مقالې خپرې کړې، څیړونکو او لیکوالانو دا سفرد کابل او واشنګټن په اړیکو کې د یوه نوي فصل پیل بللی دی.

فارین پالیسي خپرونې په غټو ټکو لیکلي:

د افغانستان نوي جمهور رئیس ته غیږ پرانیستل، امریکا وایي: غني، حامد کرزی نه دی.

فارین پالیسي په دې مضمون کې لیکي:

جمهوررئیس غني به په دې سفرکې وښیې چې دی یو مناسب ستراتیژیک متحد دی.

دا هغه اصطلاح او خبره وه چې په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیرکارل ایکن بیري به د جمهوررئیس حامد کرزي په اړه ویل چې نوموړی مناسب دوست او متحد نه دی.

د خپرونې په باور، کرزي به غوښتل هرڅومره ژرچې کېږي، امریکایي عسکرباید له افغانستانه ووځي، خو جمهوررئیس غني نه غواړې چې امریکایي عسکردې ژر افغانستان پریږدي.

فارین پالیسي زیاتوي، د جمهوررئیس غني په څیر یومتحد ته په کتو، د جمهوررئیس اوباما ادارې داسې ښودلې چې له افغانستانه د امریکایي عسکرو د وتلو موجود پلان کې بدلون راوستل ممکن دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تردې سرلیک لاندې:

غني د اوباما لپاره، د اړیکو د نه زیانمن کېدو هیله ورکوي، یو تحلیلې مضمون خپورکړی او په یوه برخه کې یي لیکي:

کله چې جمهوررئیس بارک اوباما د افغانستان له جمهور رئیس اشرف غني سره وویني، د داسې یوه افغان مشر مخې ته به ناست وي چې د ستونزو، ځورونو او شکونو رامنځته کولو په فکرکې نه دی او په عام محضرکې د امریکایي متحدانو پرضد خبرې هم نه کوي.

ورځپاڼه لیکي:

اشرف غني په امریکا کې تعلیم کړی، د واشنګټن په کلچر ښه پوهیږي او پنځلس کاله یي په واشنګټن کې نړېوال بانک کې کارکړی دی.

د ورځپاڼې په باور، جمهوررئیس غني به له جمهوررئیس اوباما سره په کتنه کې د خپل هېواد د راتلونکې په اړه ډیر ارزښتناک بحث وکړي.

نیویارک تایمز ورځپاڼه وړاندې لیکي:

جمهوررئیس اوباما غواړي چې د ۲۰۱۶ م کال په پای کې له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي او غواړي د امریکا دا ترټولو اوږده جګړه ختمه کړي، خو جمهوررئیس غني له افغانستان سره د امریکا د اوږدې مودې مالې مرستو د ژمنې او ملاتړ غوښتنه کوي او دا په داسې حال کې ده چې عام امریکایان په افغانستان کې د خپلو قربانیو او لګښتونو د ارزښت په اړه شک لري.

ورځپانې په افغانستان کې د امریکایي او ایتلافي ځواکونو د پخواني قوماندان جنرال ډیویډ بارنو خبره راخیستي چې وایي، که چېرې په ۲۰۱۶ م کال کې له افغانستانه امریکایي عسکر ووځي، هغه مهال به پیسې هم په شلو دقیقو کې بندې شي.

دا به یو مصیبت رامنځ ته کړې او دا ځکه چې افغانستان د امریکا له پیسو پرته فعالیت نه شي کولای.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه بل مضمون کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو په اړه یومضمون خپورکړی او سرلیک یي ورکړی:

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستانه اړیکو د رامنځ ته کولو غلطه وعده.

ورځپاڼه لیکي:

په تیرسپتمبرمیاشت کې هغه مهال چې اشرف غني د جمهوري ریاست په څوکۍ کېناست، څو اوونۍ وروسته یي د خپل هېواد په سیمه ییزې پالیسۍ کې د یوه حیرانونکې بدلون اشارې ورکړې.

ښاغلي غنې پاکستان، سعودي عربستان او چېن ته سفرونه وکړل او دغه رازد پاکستان د پوځ او استخباراتو مشرانو هم کابل ته سفرونه وکړل.

افغان حکومت هیله من دی چې پاکستان به له طالبانو سره د سولې په عملیه کې مرسته وکړي او اسلام اباد له افغان حکومت نه د دې کار په بدل کې غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو پرضد عملیاتوکې چې د دوي په وینا، د افغانستان په ختیځو سیموکې پټ دي، مرسته وکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وړاندې لیکي:

د پاکستان پر وړاندې د جمهوررئیس غني پالیسۍ یا د اړیکو ښه کولو پلان، یوډول تحرک او هیجان رامنځته کړ، خو دا هرڅه واقعي او حقیقي نه بریښي.

د همکارۍ د ښه کېدو له نویوعلامو سره سره، افغانستان او پاکستان لاهم جلا او بېلابېل اهداف او کړن لارې لري.

په داسې حال کې چې د اشرف غني دا حرکت د افغانستان لپاره یو څرګند خطر دی، د پاکستان ځواب تراوسه ترډیره حده تاکتیکي او د خپلو ګټو پراساس دی.

XS
SM
MD
LG