د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۳۸

د افغانستان او امريکا تر منځ اړيکو څومره پرمختګ کړی؟


نړېوالو رسنیو امریکا ته د افغان ولسمشر اشرف غني او اجراییه ریسس عبدالله عبدالله د سفر په اړه مطالب خپاره کړي.

لاس انجلس ټايمز:

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې امريکا ته د افغانستان د ولسمشر د سفر په اړه ليکلي؛ کله چې ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ سپينې ماڼۍ ته ولاړ شي؛ دا به څرګنده شي چې په تېرو شپږو مياشتو کې د افغانستان او امريکا تر منځ اړيکو څومره پرمختګ کړی دی.

ورځپاڼه وايي، د باراک اوباما اداره تر اوسه د ولسمشر غني غوښتنو ته مثبت ځواب ويلی او له افغانستانه يې د خپلو پوځيانو د ايستلو پروسه ورو کړې ده.

د ورځپاڼې په وينا، احتمال شته چې تر پلان شوې شمېرې زيات امريکايي سرتيري له ۲۰۱۶م کال وروسته په افغانستان کې پاته شي.

لاس انجلس ټايمز زياتوي، په افغانستان کې د حامد کرزي د څه باندې يوې لسيزې له حکومت وروسته د کابل او واشنګټن د خپلمنځي اړيکو ښه والی په نوي ولسمشر پورې تړلي وو.

ورځپاڼه وايي، په نورو حيرانوونکو پرمختګونو کې اشرف غني د افغانستان د جګړې له بل اړخ يعنې طالبانو سره د سولې خبرې تيزي کړي او غواړي هغوی د سولې د مذاکراتو مېز ته کښېنوي.

ورځپاڼې په امريکا کې د مرکزي اسيا لپاره د سولې د موسسې د مرستيال "انډرې ولډر" له خولې ليکلي چې وايي؛ که د سولې په برخه کې د غني هڅې بريالۍ شي؛ دا به د هغه د واک تر ټولو ځلانده وخت وي؛ خو په پاتې راتلو سره به هغه د يو بې تجربې کس په څېر وانګېرل شي.

ګارډين:

ګارډين ورځپاڼې په افغانستان کې د پنجشنبې په ورځ د خلکو له خوا د يوې ښځې د وژل کېدو په اړه لیکلي دي.

ورځپاڼې د يکشنبې په ورځ د افغانستان د جنايي تحقيقاتو مشر جنرال محمد ظاهر له خولې ليکلي چې تېره شپه يې يو ځل بيا ټول اسناد او ثبوتونه کتلي؛ خو هيڅ داسې شواهد يې نه دي موندلي چې وښيي فرخندې قرآن کریم سوځلی و. فرخنده په بشپړه توګه بې ګناه وه.

دي ويسټ آسترالين

دي ويسټ آسټرالين خپرونې هم پر همدې موضوع يوه مقاله خپره کړې ده. مقاله وايي، د ۲۷ کلنې فرخندې مړۍ د سړو په حضور کې د ښځو له خوا هديرې ته پر اوږو يوړل شو. مقاله دا کار د افغانستان په څېر پهيوه مرد سالاره ټولنه کې د لاريون يوه کمسارې بېلګه بولي.

مقاله وايي، په جنازه کې ګډونوالو د الله اکبر نعرې وهلې او غوښتنه يې کوله چې حکومت بايد دې پيښې عاملينو ته ژر تر ژره سزا ورکړي.

مقالې د بشري حقونو د يوه مدافع، باري سلام له خولې ليکلي چې دا جرم د يوې کورنۍ پر وړاندي شوی؛ د یوې خور پر وړاندې شوی او د ټول انسانيت پر وړاندې شوی دی.

ده ويلي چې هغه کسان چې په دې پيښه کې يې لاس دلود او هغه کسان چې د دې کار ملاتړ يې کاوه بايد محاکمه شي.

مقاله وايي، د ملګرو ملتونو په وينا، فرخندې ذهني ناروغي درلوده؛ خو د دې پلار ويلي چې لور يې په اسلامي علومو کې ډیپلوم درلود او د قرآن حافظه وه. مقاله لیکي چې د فرخندې پلار ټينګار کوي چې هغې قرآن کريم نه دی سوځلی.

مقاله وايي، تر دې مخکې هم د قرآن سوځلو په تور ورته پيښي رامنځته شوي دي. په ۲۰۱۲م کال کې کله چې په بګرام هوايي ډګر کې د قرآن کريم د سوځلو خبر راپورته شو؛ پنځه ورځې د امريکا پر ضد له تشدده ډکې مظاهرې وشوې چې په پايله

کې يې په ټول افغانستان کې ۳۰ کسه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG