د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

لسګونو ښځو د فرخندې جنازه خاورو ته وسپارله


د فرخندې جنازه د یکشنبې په ورځ د کابل ښار په خیرخانه مینه کې خاورو ته وسپارل شوه.

زرګونو کابل ښاریانو د فرخندې جنازه د دې له کوره پورته او د خیرخانې مینې په هدیره کې یې خاورو ته وسپارله.

فرخنده د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل ښار د شاه د وشمشېره زیات ته څیرمه د سلګونو پاریدلو خلکو په لاس؛ د قران کریم د سوزولوپه تور، لومړی په لرګیو، تیږو ووژل شوه، بیا یې مړی ترموټرلاندې شو؛ بیا ورته اور واچول شو او بیا په کابل سیند کې واچول شوه.

د فرخندې د جنازه په مراسمو کې د مدني ټولنو په لسګونو ښځینه او نارینه غړیو؛ د ملي شورا یوشمېر استازو، عامو خلکو او د پولیسو ځینو چارواکو ګډون کړی و.

د جنازې په مراسمو کې خلکو، فرخنده بې ګناه او یوه پاک لمنه معرفي کړه.

دوی ویل خشونت باید پای ته ورسیږي او که نه نو، د دې هیواد ښځې به د لا توطئو ښکارشي.

په جنازه کې تون ګډون کوونکي چې هارون نومیږي وویل:

"زه چې ځان ته افغان وایم شرمیږم؛ ځکه چې موږ افغانانو نن هغه کار وکړچې د دې هیواد په تاریخ کې نه وشوی؛ خپله خور او مور مو باید په دومره وحشت سره بې عزته نه شي."

دې مراسمو ته په لسګونو ښځې هم راغلې وې؛ دوی چې ژړل یې پر نارینه وو یې غږ وکړ چې دوی د فرخندې جنازه په خپلو لاسونو قبر ته کښېباسي.

له دې ډلې نه حلیمې ازاد منش وویل:

"هیله ده تاسې د ومره انساني شعور ته ورسيږئ چې په لوڼو مو تجاوز ونه شي. په یوزرو د رې سوه درې نوي یم کال کې موږ د ښځو پروړاندې د ډ یرو تېریو شاهدانې یو. وروستۍ پیښه يې د فرخندې سوځول و. نن موږ پریږدئ چې فرخنده په خپله په قبر کې کیږدو."

دوی قبر ته نږدې، جنازه له نارینه و څخه واخیسته او په خپله یې قبر ته نږدې کړه.

د فرخندې د مالت د جومات امام وویل؛ فرخنده او کورنۍ یې په سیمه کې د عزت، ادب او مسلمانۍ یوه نښه وه؛ په خپله فرخنده له دارالعلوم څخه فارغه شوې؛ د قران قارې وه او اوسمهال يې نورو ته دیني تدریس هم کاوه.

د فرخندې د چم ګاونډ اوسیدونکو ویل؛ له فرخندې او د دې له کورنۍ سره له کلونو کلونو راهیسې پیژني او تګ راتګ ورسره لري.

دوی ازادي راډیو ته وویل؛ فرخنده د کومې شومې توطئې ښکار شوې ده.

فرهاد چې په قلعه نجارا کې د دوی ګاونډي دی، ازادی راډیو ته يې وویل؛ چې فرخنده یوه پاک لمنه ښځه وه:

"دا ښځه او د دې کورنۍ له کلونو کلونو راهیسې پیژنو، ډیر پاکه ښځه وه، عالي تحصیلات یې په دیني او اسلامي برخه کې کړي وو؛ اوسمهال د دیني علومو ښوونکې وه؛ موږ پر فرخندې دا ډول تورونه رد وو."

که څه هم په افغانستان او په تیره د هیواد په پایتخت کې په رڼا ورځ او په عام واټ کې د یوې ښځې وژل او سېځل لومړۍ پیښه ده؛ خو د راپورونو له مخې

د دې هیواد په ځینو ښارونو کې ښځې وهل شوي؛ جنسي تیرې پرې شوي، شنډې او پزي ترې پرې شوي او وژل شوی هم دي.

د فرخندې په جنازه کې خلکو پر امنیتي ځواکونو انتقاد کاوه چې د پیښې مخه یې نه ده نیولې.

دوی له امنیتي ځواکونو په کلکه وغوښتل چې د دې پیښې عاملین دې د قانون منګلو ته ورسپاري.

په دې مراسمو کې چې د کورنیو چارو وزارت د جنایي څیړنو ريیس جنرال محمد ظاهر هم حاضر و؛ ويې ویل، فرخنده بې ګناه وه او داسې کاريې باید پروړاندې نه وای شوی؛ ده خلکو ته ډاډ ورکړ چې پولیسو په دې برخه کې عملي اقداما ت کړی او نوربه هم وکړي:

"څوک چې په دې پیښه کې ښکیل دي؛ د ډرېور په شمول به ټول ونیسو؛ تراوسه مو یو څو تنه نیولي، د نورو د نیولو هڅې روانې دي؛ که پولیسو کمزوری عمل کړی وي، هغوې به هم په جدي توګه وپوښتل شي. مجرمین هیچېرې نه پريږدو."

کارپوهان وايي، عدلي او قضایي ارګانونه باید هڅې وکړي چې د داسې پيښو پروړاندې د اسلام په رڼاکې د خلکو ذهنیتونه روښانه کړي.

دوی وايي، په اسلام کې عدل او قضا ته ډیر واک ورکړ شوی او هیچاته اجازه نه ورکوي چې په داسې پیښو کې په خپل سرعمل وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG