د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

وردګ: افغانستان لا هم د امریکا مرستو او همکاري ته اړتیا لري


د ولسي جرګې یو شمیر غړي او افغان کارپوهان متحده ایالاتو ته د ملي وحدت حکومت د مشرانو سفر د هېواد د سیاسي او اقتصادي وضیعت د پیاوړتیا لپاره ډېر مهم بولي.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي او افغان کارپوهان وايي؛ دملي وحدت حکومت مشران باید متحده ایالاتو ته په خپل سفر کې سیاسي او اقتصادي فرصتونهله لاسه ورنه کړي.

د ولسي جرګې د اقتصادي کمیسیون مرستیال شیرولي وردګ د یکشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې په اقتصادي برخو کې افغانستان اوس هم د متحده ایالاتو مرستو او همکاري ته اړتیا لري.

ښاغلي وردګ زیاته کړه چې د ملي وحدت حکومت مشران باید د دغه سفر څخه په استفادي افغانستان له اقتصادي ستونزو وباسي:

"بدبختانه به ووایم چې موږ په اقتصادي برخه کې اوس هم د امریکا د متحده ایالاتو ملاتړ ته اړتیا لرو؛ هغه پروژې چې د افغانستان عایدات زیات کړی چې افغانستان په خپلو پښو باندې ودروي؛ د افغانستان اقتصاد وده وکړې، زه فکر کوم چې د هغه د تطبیق په خاطر موږ زیاد ضرورت لرو چې له امریکایانو سره یوه ښه طرحه او برنامه ولرو چې هغه تمویل کړي."

ولسمشر غني او اجرایوي رییس عبدالله د شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.

ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د مارچ میاشتې په څلورویشتمه د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره وګوري.

پر همدې مهال یو شمیر افغان کارپوهان وايي چې د ملي وحدمت حکومت مشران باید په یاد سفر کې د افغانستان ټولې اقتصادي ستونزې له امریکا سره شریکې کړي؛ تر څو په دې برخه کې د امریکا او نورو لوېدیځو هیوادونو همکاري راجلب کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه استاد سیف الدین سیحون امریکا ته د افغان چارواکو سفر د ډېر اهمیت وړ بولي:

"متحده ایالاتو ته د ولسمشر سفر د پخوانیو همکاریو دوام دی؛ دغه سفر زما په نظر د افغانستان د پراختیا لپاره او د افغانستان د سیاست د ملاتړ لپاره ځانکړي اهمیت لري؛ په داسې حال کې چې افغانستان د سیاسي او اقتصادي بحران په درشل کې روان دی دا سفر ډیر اهمیت لري."

د ښاغلي سیحون په خبره د لویو پروژو د بشپړولو او د هېواد د بنسټونو څخه د استفادې په برخه کې افغانستان د امریکا او نړیوالې ټولنې اوږدمهالوو مرستو ته اړتیا لري.

پر همد مهال د سیاسي چارو یو شمېر شننونکي متحده ایالاتو ته د ملي وحدت د حکومت د مشرانو سفر په سیاسي برخه کې هم ګټور بولي.

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافي آزادۍ راډیو ته وویل چې په دې سفر سره به په سیمه کې د افغانستان موقف نور هم قوي شي:

"په سیاسي لحاظ اهمیت لري په ځانګړي ډول د لرې او نږدې ګاونډیو هېوادونو په خاطر اهمیت لري؛ د افغانستان څخه د امریکا ملاتړ او هلته تګ دولتي حیثیت او شخصیت او همدارنګه د افغانستان حاکمیت قوي کوي."

افغان کارپوهان وايي چې مخکني حکومت په تېرو ۱۳ کلونو کې د نړېوالې ټولنې او متحده ایالاتو له مرستو څخه لکه څنګه چې لازمه وه استفاده ونه کړه او دغه هیواد یې په سیاسي او اقتصادي برخو کې د نورو له احتیاجه را ونه ایست.

دوی ټینګار کوي چې نوي حکومت ته په کار ده چې دا مساله جدي ونیسي او له شته فرصت څخه په استفادې د هیواد د سیاسي او اقتصادي برخو د تقویې او پیاوړتیالپاره کوټلي او عملي ګامونه پورته کړي.

راپور: سیدکمال شاه عارف

XS
SM
MD
LG