د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

په ۱۳۹۳ کال کې د کوکنارو کښت او تولید تر بل هر وخت زیات و


د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرایمو سره د مبارزې اداره او د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي چې په ۱۳۹۳ کال کې په دې هېواد کې د کوکنارو کښت او تولید په بې ساري ډول زیات شوی.

مخدره مواد، هغه پدیده چې د امریکا د متحده ایالاتو د ۷.۶ میلیارده ډالرو په مالي مرستې او د افغان حکومت د پرلپسې هڅو او مبارزې سره سره یې اوس هم لمن له افغانستانه نه ده ټوله شوې.

په دې راپور کې په ۱۳۹۳ کال کې په افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې څرنګوالي څیړو.

د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرایمو سره د مبارزې اداره او د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي چې په ۱۳۹۳ کال کې په دې هېواد کې د کوکنارو کښت اوتولید په بې ساري ډول زیات شوی.

د یادو ادارو مسوولینو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د زیاتوالي دلیل له مخدره موادو سره د مبارزې په یوه وخت کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل او د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د پروسې پیل کېدل په ګوته کوي.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت مرستیال ابراهیم ازهر وايي؛ داسې تمه کېده چې په ۱۳۹۳ کال کې به په افغانستان کې نږدې ۲۱ زره هکتیاره ځمکه کې کرل شوي؛ کوکنار لمنځه یوړل شي؛ خو یواځې په همدې کال ۲۶۷۶ هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده:

"موږ په تېرو دوو کلونو کې په جریان کې یو چې د دې پروسې پر وړاندې ستونزې جوړېدې؛ له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتو سره مخالفانو ته زرین چانس په لاس ورغی او یو بل غټ چانس دا هم و چې د افغانستان انتخابات جنجالي لوري ته ولاړل؛ دا ټولې پېښې او حالت د مخدره موادو د اړولو له کمپاین سره یوځای رامنځ ته شول."

ښاغلي ازهر وویل په مجموع کې د ټول افغانستان د کوکنارو کښت او تولید له ۴۸ تر ۵۰ په سلو کې په هلمند او ورپسې په کندهار؛ فراه، نیمروز، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونوکې کیږي.

د هغه په وینا، د ټول افغانستان د کوکنارو ۹۶،۵ فیصده کښت په ۴۱ ولسوالیو کې کیږي چې د یادو ولسوالیو په منځ کې لس داسې ولسوالۍ شته چې د ټول افغانستان ۵۲،۵ فیصده کوکنار په کې کرل کیږي.

د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرایمو سره د مبارزې اداره هم پورته دلیلو ته په کتو وايي چې له مخدره موادو سره د مبارزې هغه هدف چې باید په ۱۳۹۳ کال کې ترلاسه شوی وای؛ ورته نه دي رسېدلي.

د کیمیاوي موادو د قاچاق مخنیوی:

په کابل کې د دې ادارې ویاند هاشم وحدت یار ازادۍ راډيو ته وویل چې افغان حکومت په یواځې توګه نه شي کولای؛ له ګاونډیو هېوادونو څخه د هغو کیمیاوي موادو د قاچاق مخه ونیسي چې د مخدره موادو په پروسس کې ورنه استفاده کیږي:

"له دې پدیدې سره له یوه اړه مبارزه نه کیږي؛بلکې، په بېلابېلو امنیتي، اقتصادي، صحي، ښې حکومت دارۍ او له سیمه ییزې او نړيوالې همکارۍ سره په ګډه باید دې پدیدې پر وړاندې ټینګه مبارزه وشي؛ افغان حکومت په یواځې توګه نه شي کولای؛ له ګاونډیو هېوادونو نه د کیمیاوي موادو د قاچاق مخنیوی وکړي."

د افغانستان له مخدره موادوسره د مبارزې وزارت وايي چې په هېواد کې ۱۳۹۳ کال کې د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د کوکنارو تولید په سلو کې اوولس فیصده زیات شوی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې له مخدره موادو او مسکراتو سره د مبارزې کمېسیون وايي چې له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت په خپلو کارونو کې پاتې راغلی.

د دغه کمېسیون چارواکي زیاتوي؛ یاد وزارت په هغو سیمو کې د بدیل پروژې پلې کړې چې هلته امنیت و او کوکنار په کې نه کرل کېدل.

د ولسي جرګې له مخدره موادو او مسکراتو سره مبارزې کمېسیون غړی نقیب الله محبت خپل نظر داسې څرګندوي:

"کوم پلانونه چې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت درلودل؛ هغه ناکام وو، دلیلونه یې دا دي چې د دوی مرستې د ولایتونو مرکزونو ته رسېدلي؛ په هغه ځای کې چې کوکنار کرل کېدل مستقیم له د بزګرانو سره مرستې نه کېدلې؛ د بزګر امتیاز بل چا ترلاسه کاوه."

په افغانستان کې د کوکنارو کښت د افغان بزګرانو لپاره د عواید تر ټولو ښه سرچینه ګڼل کیږي.

هلمند د افغانستان هغه ولایت دی چې پنځوس په سلو کې کوکنار په کې کرل کیږي.

ولې بزګران کوکنار کري؟

د دې ولایت یو تن بزګر وايي، د کارونو نشتون د دې سبب شوی چې د کوکنارو کښت ته مخه کړي او له دې لارې خپل ژوند معشیت برابر کړي:

"دا چې ولې خلک کوکنار کري د دې یواځنی علت دا دی چې دلته بازار نه شته؛ دلته کار او بار نه شته، راکړه ورکړه بیخي نه شته، هغه خلک چې کار نه لري، نو کوکنار کرل یې تر ټولو ښه عایداتي سرچینه ده."

په ورته وخت کې یو ننګرهاری بزګر وايي چې د کوکنار د کښت نه بدیل دوی مجبور کړي چې په خپلو ځمکو کوکنار وکړي:

"نوم مې ثمرالدین، د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکی یم. موږ کوکنار له مجبوریته کرو، کار او کسب نشته، کله چې کوکنار اړوي موږ ته په بدیل کې هیڅ هم نه راکوي؛ داچې حکومت موږ ته یو څه راکړي؛ موږ لیوني نه یو چې کوکنار کرو؛ کوکنار حرام دي هرڅه له مجبوریته کیږي؛ کوکنار هم مصرف غواړي ستړیا لري."

افغان بزګران د کوکنارو د بدیل له نشتوالی څخه په داسې حال کې شکایت کوي چې مخدره موادو سره مبارزې وزارت وايي؛ که نړیوالې موسسې افغان بزګرانوته د پنبې، غنمو، زعفرانو او انارو پلور او مارکیټ موندنې په برخه کې پانګونه وکړي؛ کېدای شي چې د مخدره موادو د کښت له کموالي سره پوره مرسته وکړي.

د مخدره موادو د قاچاقبرانو نیول کېدل:

بیا هم له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت مرستیال ابراهیم ازهر وايي چې د مخدره موادو د قاچاقبرانو د نیونې د ګراف کچه راټیټه شوې ده.

دی وايي، هغه ډول چې تمه کېدله چې باید په همدې کال کې لږ تر لږه د مخدره موادو لس لوی قاچاقبران ونیول شي؛ خو د ۲۰۱۲کال راهیسې هر کال له شپږو تر اووتنو قاچاقبران نیول کیږي.

دا چې ولې د قادو قاچاقبرانو د نیولو ګراف راټیټه شوی او ایا دا مساله د دې سبب شوې چې د کوکنارو کښت او تولید زیات شي؛ ومې غوښتل د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې معینت نظر را واخلو؛ خو له پرلپسې تماسونو سره سره بیا یې هم په نظر اخیستلو بریالي نه شو.

خو د افغانستان مخدره موادو او مسکراتو سره د مبارزې ریاست ځانګړې څارنوالي وايي چې په ۱۳۹۳ کال کې له پنځوسوه څخه زیاتې هغه قضیې ورته سپارل شوي چې مخدره مواو سره تړاو لري.

مخدره موادو او مسکراتو سره د مبارزې ریاست د ځانګړې څارنوالي ویاند خالد موحد وايي چې په ورسپارلی شویو دوسیو کې د مخدره موادو د لویو قاچاقبرانو نومونه هم شامل دي:

"له ټول هېواد نه د تور ۵۶۶ قضیې له ۶۵۵ تورنو کسانو سره د څیړنې او تحقیق عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي چې په هغه کې افغانان، دوه بهرنیان، پنځلس دولتي چارواکي او ۱۵ ښځې شاملې دي."

له دې وړاندې د افغانستان د بیا روغونې لپاره د امریکا د خاص مفتشې ادارې یا سیګار ویلي چې په افغانستان کې له مخدره موادو سره د مبارزې لپاره یوه ځانګړې واحده ستراتیژۍ موجوده نه دهاو واشنګټن له دې وړاندې په دې برخه کې اووه میلیارده ډالره ضایع کړي دي.

داسې راپورونه هم شته چې د مخدره موادو په قاچاق کې ځینې حکومتي چارواکي هم لاس لري.

که څه هم د جرمني شپيګل مجلې څه موادو وړاندې د ناټو د مخدره موادو د چاقاقبرانو په اړه مخفي راپور خپرو کړ چې په کې د بلخ د سرپرست والي عطامحمد نور نوم هم راغلی و؛ خو په هغه وخت دې د ښاغلي نور دفتر دا راپور رد کړ.

په ورته وخت کې د چارو یوشمېر افغان کارپوهان وايي چې له مخدره موادو سره د مبارزه تر ډېره په امنیت پورې تړلې ده چې د دوی په وینا تر ډېره کوکنار په هغو سیمو کې کرل کیږي چې د حکومت له کنترول نه وتلې وي.

کارپوه عزت الله بری وايي:

په ۱۳۹۳ کال کې په هغو سیمو کې چې افغان امنیتي ځواکونه په کې نه وو؛ د بېلګې په توګه د هېواد ځینې جنوبي سیمې په یادو ځایونو کې د تېرو کلونو په پرتله کوکنارو کښت زیات شوی چې دا خپله مخالفانو ځواکمن کوي؛ خو باید هېره نه شي چې افغان حکومت هم په دې برخه کې کار کړی؛ په شمال کې هلته چې حکومت واکمن دی؛ د کوکناور کښت او تولید یو څه کم شوی."

د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرایمو سره د مبارزې اداره او د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت معلوماتو په اساس افغانستان اوس هم د نړۍ ۹۰ په سلو کې تریاک تولیدوي او دامهال په ټول هېواد کې تر دوه میلیونه افغانان په مخدره موادو روږدي دي.

د دې ادارو په وینا، اوس هم مخدره مواد د وسله والومخالفانو تر ټولو لویه عایداتي سرچینه ده او هرکال یو سل او شپته میلیونه امریکايي ډالره له دې لارې د وسله والو مخالفانو جبونو ته ځي.

کارپوهان په دې باور دي چې د کوکنارو له کښت د مبارزې په برخه کې له سیاسي ادره سره په خوا کې باید د نړیوالو د مرستو د مصرف د څرنګوالي لپاره یو شفاف چوکاټ هم رامنځ ته شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG