د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

د کابل خلکو د نوروز جشن په خوښیو او میلو سره ولمانځه


د ۱۳۹۴ لمریز کال لومړی ورځ نن د افغانستان په ګوډ ګوډ کې و لمانځل شوه.

په کابل ښار کې هم خلګ له خپلو کورنیو او ملګرو سره د ښار تفریحي سیمو ته ولاړل او دغه ورځ یې و لمانځله.

د نوي کال لومړی ورځ هم د نورو کلونو په شان د خلکو له لورې په اټنونو، میلو او خوښیو سره ولمانځل شوه.

قرغه، پغمان، باغ بالا او داسي نور ځایونه د کابل میله ځایونه دي چې په زرهاو خلګ په کې هر کال په بیلابیلو مناسبتونو میلې کوي.

د باغ بالا سیمې ته ولاړم. هلته د کابل د اوسیدونکي تر څنګ مي یو شمېر کسان ولیدل چې له ولایتو څخه دغلته راغلي و.

د هلمند اوسیدونکي میرزا محمد را ته وویل؛ دا چې شاوخوا ته د خلکو ګڼه ګوڼه ویني؛ نو ورباندې خوشحالیږي.

"سږ کال ډير ښه ورځ ده. دلته باغ بالا کې او بادام باغ کې د خلکو ګڼه ګوڼه لیدل کیږي. امنیتي مشکلات هم نه لیدل کیږي."

د ده بل ملګری احمد شاه هم په میله راوتلی. دی هیله څرګندوی چې په افغانستان کې ملي یووالي ته ټول احترام وکړي او عدالت پلی شي:

"زه له خدایه دا هیله لرم او د رییس جمهور څخه هم غواړم چې افغانستان کې یو والی؛ صداقت، حقیقت او عدالت وي. دابه زموږ لپاره یوه ستره خوشحالي وي."

خلک له حکومت څخه هم خوښ دی چې د دغې ورځې امنیت یې ټینګ کړی دی.

د کابل امنیتي مسوولین هم خلکو ته د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکوي.

د امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې رییس فرید افضلي:

"پولیس د ملي اردو او ملي امنیت سره یو ځای ټینګ امنیتي تدابیر نیولي. موږ هڅه وکړه څو د خلکو لپاره یوه ډاډمنه فضا رامنځ ته کړو."

که څه هم تیر لمریز کال د افغانستان د خلکو لپاره د پيښو او ستونزو ډک کال و، خو خلک هیله څرګندوي چې د نوي کال له پیلیدو سره به په افغانستان کې هم سوله او امنتیت ټینګ شي.

XS
SM
MD
LG