د لاسرسي لېنکونه

د کرنې وزارت د کرنې د پرمختګ لپاره سترې برنامې په پلان کې لري


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي؛ سږ کال به د کرنې او مالدارۍ د پرمختګ لپاره میلیونونه ډالره بودیجه مصرفوي.

د دغه وزارت چارواکي وايي دا پيسې به بزګرو او څاروی لرونکو ته ورکول کیږي څو د خپلو ځمکو په ابادولو او د څارویو په ښې ساتنه کې ترې ګټه پورته کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست سلیم خان کندزي د نوي کال په لومړۍ ورځ د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو د نندارتون او د بزګر د جشن په پيل غونډه کې وویل چې د یاد هدف د پوره کولو لپاره سږ کال لوی پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

«د طبیعي منابعو تنظیمول، د اوبو د زیرمو جوړول،د اصلاح شویو تخمونو ویشل،کیمیاوي سره، په نویو او عصري شکل د باغونو جوړل، د سړو خونو جوړول او د حیواني او کرنیزو محصولاتو لپاره بازارموندنه زمونږ ستر او مشخص پروګرامونه دي چې عملي به شي.»

ښاغلي کندزي همداراز زیاته کړه چې د تېر کال اورښتونو په هیواد کې د کرنې د پرمختګ لپاره ډېره ښه زمینه برابره کړې ده.

د کرنیزو محصولاتو نندارتون د کرنې او مالدارۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او کابل ښاروالۍ له خوا پرانیستل شوی دی.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې په دغه نندارتون کې د افغانستان له ګوټ ګوټ نه کورني او کرنیز تولیدات او لاسي صنایع په دوه سوه غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

خو یو شمیر بزګر چې د کرنیزو محصولاتو په نندارتون کې یې د خپلو ځمکو محصولات نندارې ته وړاندې کړي د حکومت له نه پاملرنې شکایت کوي.

دوو دغو بزګرو له آزادي راډیو سره په خبرو کې له حکومته وغوښتل چې په روان کال کې دې کرنیزو محصولاتو او کرنې ته جدي توجه وکړي.

"۱-له درې څلورو کلونو راهیسې ستونزې موجودې دي. په هلمند کې کرنیزې ځمکې او بوټي مرض وهي. دولت تر اوسه پورې همکاري نه ده کړې. زمونږ غوښتنه دا ده چې باید په دې اړه ډېره پاملرنه وکړي.»

۲- بهرني توکي چې راوړل کیږي د کورنیو تولیداتو لپاره ستونزې جوړوي چې مونږ نه شو کولای خپل اجناس تولید او بازار ته یې وړاندې کړو.»

په عین حال کې د کابل سرپرست والي عبدالجبار تقوا د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو په دغه نندارتون کې دا انتقاد وکړ چې سړې خونې نه دي موجودې او غوښتنه یې وکړه چې د بزګرو ستونزې باید حل شي.

له بلې خوا کارپوهان وايي که حکومت د کرنې د پرمختګ لپاره هڅه وکړي افغانستان به ډېر ژر په دې برخه کې په ځان بسیا شي او دغه هیواد به د کرنې په برخه کې ښه پرمختګ وکړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG