د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۲۵

له افغانستانه د امریکا د ملاتړ اهمیت


د افغانستان ولسمشر او اجراييه رييس وايي؛ امريکا ته له دې هېواد سره د افغانستان د اړيکو د ټینګولو په مقصد ځي.

په واشنګټن پوسټ کې په خپره کړې يوه مقاله کې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ويلي چې افغانستان له امريکا او د نړۍ د نورو هيوادونو سره يو ځای د يوې لسيزې راهيسې د سخت دريځو او تروريستانو پر ضد جګړه پيل کړې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني او اجراييه ریيس ويلي چې د افغانستان تغير به دومره اسانه نه وي او د سولې په بهير کې به خنډونه وي.

دوی وایي چې افغانان به د قدرت له دريځه د سولې په اړه مذاکرات کوي. دوی زياته کړې چې امنيتي ځواکونه به په داسې حال کې چې دوی امنيت ټينګوي؛ له زياتو تهديدونو سره مخامخ شي.

خو د دوی په وينا، دوی به د پوهنې، روغتيا، رسنيو، ټولنيزو چارو او ښځو د حقونو په برخه کې کړي پرمختګونه له لاسه نه ورکوي.

ولسمشر محمد اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله وايي؛ د افغانستان په تاريخ کې يې د لومړي ځل لپاره د وېش پر ځای د ملي وحدت په ډول حکومت غوره وباله.

په واشنګټن پوسټ کې د ولسمشر غني او اجراييه رييس عبدالله له خوا په لیکل شوې يوه مقاله کې ويل شوي چې دوی دواړه امريکا ته د دې هيواد او افغانستان تر منځ د اړيکو د پياوړي کولو لپاره ځي.

دوی وايي، د امريکا په ملاتړ سره د افغانستان خواريکښ خلک کولی شي؛ د خپل هيواد بيا رغونه وکړي؛ افغانستان پر مختګ وکړي او د د تروريزم مخه ونيول شي.

ولسمشر او اجراييه رييس همداراز ويلي چې افغانستان د اسيا په زړه کې موقعيت لري او دا حقيقت د افغانستان لپاره د رحمت او زحمت دواړو په مانا دی.

دوی ليکي چې په ۱۹۸۰يمه لسيزه کې د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال؛ تر ۱ میليون زيات افغانان ووژل شول او د هيواد ۳۰ فيصده نفوس بې ځايه شول.

ولسمشر او اجراييه رييس زياته کړې چې افغانستان د القاعده او نورو تروريستي ډلو پر ضد په جکړه کې له امريکا او د نړۍ د نورو هيوادونو سره يو لاس شو او اوس افغانستان د اسلامي دولت ډلې د ظلمونو پر وړاندې په ختيځ کې د دېوال په ډول دی.

ولسمشر او اجراييه رييس په مقاله کې ويلي چې موږ له امريکا نه غواړو چې زموږ وظيفه دې دوی اجرا کړي بلکه موږ د امريکا له خلکو څخه مننه کوو او هغه سرتيري پياد لرو چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د پيښې وروسته يې دلته د آزادۍ او ملي هويت دفاع وکړه.

دوی زياته کړې چې هدف يې د افغانستان پر ځان متکي کول دی او د ډسمبر په ۳۱ يې له خلکو؛ د امريکا له ولسمشر او د ناټو سره کړي ژمنې تر سره کړې او د جنګي عملياتو بشپړه مسووليت يې پر خپله غاړه واخيست.

ولسمشر او اجراييه رييس په دې مقاله کې ويلي چې د دوی لومړيتوب د اداري فساد پر ضد مبارزه ده. دوی وايي چې حقوقي نظام بايد په بشپړه توګه له سره جوړ شي.

دوی وايي د سياسي ثبات بنسټ پر اقتصادي وده ايښودل کيږي. خو دوی دا هم ويلي چې افغانان دا کار يوازي نه شي کولی او د امريکا ملاتړ ته يې اړتيا شته.

مقاله د امريکا ولس ته په خطاب سره وايي چې نه يوازي افغانستان بلکه د دوی هيواد هم د اسلامي دولت ډلې د نوي تورريستي خطر سره مخامخ دی او ځايي وسله والو مخالفتونه او د هغوی بهرني ملاتړي د هيوادونو ته په تهديد بدل شوي دي.

XS
SM
MD
LG