د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

په خيبر ايجنسۍ کې ٨٠ ترهګر او ٧ پاکستاني سرتېري وژل شوي


د پاکستان پوځي مقامات وايي چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په بېلابېلو سيمو کې يې د پوځي عملياتو په نتيجه کې په سيمه کې مېشتو سخت دريځۀ وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده .

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې چارواکيو د شنبې په ورځ ناوخته په يوه خپور کړي بيان کې ويلي چې پاکستانيو پوځيانو د خيبر ايجسنۍ په لرې پرتې سيمې "تيراه" دره کې يې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر ضد د خيبر دوه په نامه نوي پوځي عمليات پيل کړي چې په نتيجه کې يې تر دې دمه لږ تر لږه ٨٠ وسله وال وژل شوي او د هغوى ګڼ شمېر مرکزونه يې هم له منځه وړي دي.

پاکستانيو ځواکونو په خيبر ايجنسۍ کې د مېشتو وسله والو پر ضد د روانې مياشت له ١٣مې نېټې راهيسې په داسې حال کې پوځي عمليات پيل کړل چې په دې سېمه کې د منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام وسله واله ډله څو ورځې وړاندې د ملا فضل الله په مشرۍ له تحريک طالبان پاکستان سره يوځاى شوه.

ويل کېږي چې په خيبر ايجنسۍ کې د پاکستانيو طالبانو په ګډون د لشکر اسلام ډلې جنګيالي مېشت دي چې له دې ځايه په پاکستان او افغانستان دواړو کې ترهګريز فعاليتونه کوي.

د پاکستاني پوځ د وياند جنرال عاصم باجوه په خبره؛ په دغو عملياتو کې تر دې دمه ٧ پاکستاني سرتېري هم وژل شوي او تر ١٠٠ زيات ترهګر ټپيان شوي هم دي.

د خيبر ايجنسۍ يوه ځايي سرچينې د نوم او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې د پاکستان جنګي الوتکو له تېرو څو ورځو راهيسې د دې ايجنسۍ په لرې پرتو سيمو کې درنه بمباري کړې چې د لشکر اسلام او تحريک طالبان پاکستان مرکزونه يې په کې نښه کړي؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

پاکستانيو ځواکونو په دې وروستيو کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په بېلابېلو قبايلي سيمو کې تر هغې وروسته پوځي عمليات تېز کړي چې دوى د تېر کال له جون راهيسې په شمالي وزيرستان کې هم د مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي چې لا تراوسه روان دي.

د پاکستان پوځي مقامات وايي چې په شمالي وزيرستان کې يې د ضرب عضب په نامه په دغه پوځي عملياتو کې تر دې دمه تر ٢ زرو زيات کورني او بهرني وسله وال وژلي؛ د هغوى لسګونه مرکزونه يې له منځه وړي او د هغوى نېټ ورک يې ورمات کړى دى.

دوى وايي چې په دې سيمه کې مېشت ترهګر د افغانستان سرحدي سيمې ته د تېښته په حال کې دي او تر هغې به يې تعقيب کړي؛ ترڅو چې يې په بشپړه توګه له منځه وړي نه وي.

پاکستانيو ځواکونو تر هغې وروسته په قبايلي سيمو کې په پوځي عملياتو او د پاکستان په ښاري سيمو کې په ستراتېژيک تلاشي عمليات تېز کړي چې پاکستانيو طالبآنو د تېر کال په دسمبر کې په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي حمله وکړه چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ١٤٤ کسان ووژل شول.

د يادونې وړ ده، چې که څه هم د پاکستان پوځي مقامات په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې د پراخو برياوو ادعا کوي؛ خو خپلواکو او ځايي سرچينولا تر دې دمه د دوى د ادعا پخلى نه دى کړى؛ ځکه چې دوى سيمې ته خبريالان نه ورپرېږدي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG